1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د نړیوالو اصولو له مخې له امریکا سره دوستانه اړیکي غواړو»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني ويلي دي چي طالبان امريکا متحده ايالاتو ته نور د دښمن په توګه نه ګوري. د هغه په وينا طالبان له نړيوالو سره دوستانه اړيکي غواړي.

Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

سراج الدين حقاني د سي ان ان، د ژورنالستي کريستيانه امانپور سره په مرکه کي ويلي دي چي «د يو ملت په توګه موږ ځان د نړيوالې ټولنې برخه ګڼو او د امريکا په شمول د ټولو هيوادونو سره ښه تعلقات لرل غواړو.»

امانپور د مرکې په جريان کي حقاني ته وويل چي د کابل په شمول د افغانستان په نورو سيمو کي هم پر ديوالونو داسي شعارونه ليکل سوي چي ګواکي افغانانو امريکا او د هغې متحدینو ته ماته ورکړې ده. هغې وپوښتل چي ايا اوس هم هغوی امريکا خپل دښمن ګڼي؟ حقاني په جواب کي وويل چي طالبان د دوحې د موافقې عملي کولو ته معتهد دي. د هغه په وينا کله چي پر موافقې لاسليک وسو او اوربند رامنځته سو نو بيا دښمني، ماته، جګړه او دا ډول د نورو شیانو پوښتنه چيري پاته کيږي.

د طالبانو د ادارې د داخله چارو وزير حقاني زياته کړه: «موږ د امريکا او نړيوالې ټولنې سره په نړۍ کي د شته اصولو او قوانينو پر اساس د ښو اړيکو لرلو هيله مند يو. د همدې پر اساس موږ ورسره تړون کړی او دمګړۍ هغوی ته د دښمن په توګه نه ګورو. زموږ سره وخت سته او موږ د دیپلوماسۍ په هکله خبري کوو. موږ د دوحې پر تړون عمل کوو.»

البته حقاني دا هم وويل چي «د هغوی (امريکا) د چلن له کبله پر هغوی د افغانانو ملحوظات سته. موږ د هيواد د آزادۍ او د دفاع له پاره کوښښ يو قانون او حق بولو.»

انځور: Wakil Kohsar/AFP

«د افغانستان خاوره د هيڅ چا له پاره ګواښ نه دی»

امانپور له حقاني څخه پوښتنه وکړه چي په داسي حال کي چي په داسي حال کي چي امريکا ده ته د «ترهګر» خطاب کوي چي لاسونه يې د سلونو امريکايانو په وينو لړلي دي او له بل اړخه سراج الدين حقاني له امريکا سره همکاري هم غواړي، نو دا به څنګه وي؟ حقاني وويل: «زه به ووايم چي د دې فيصله به دوی پخپله کوي، ما تر مخه هم ويلي چي هغوی زموږ سره سخته جګړه وکړه او له خپل هيواد څخه په دفاع کي زموږ جواب همداسي وو، خو په حکومت جوړولو او معاهده کولو سره موږ نړۍ او خپلو خلکو ته مثبت پيغام ورکړی دی.»

د يادولو وړ ده چي سراج الدين حقاني لا هم تر اوسه د امريکا د فدرالي امنيتي ادارې اف بی ای له خوا د مطلوبو کسانو په لېست کي شامل دی چي په نيول کېدنه کي يې مرسته کوونکي ته لس مليونه ډالره انعام ټاکل سوی دی.

حقاني د يو بل سوال په جواب کي وويل چي هغوی د داخلي ګواښونو سره مخامخ دي او بعضي په قصد سره دې ته داسي شکل ورکول غواړي لکه ګواکي چي دا به د ملت او نړيوالې ټولنې له پاره د لوی ګواښ خبره وي. هغه زياته کړه: «خو زه نړۍ ته دا ډاډ ورکول غواړم چي زموږ مځکه د هيڅ چا له پاره ګواښ نه دی.»

د نجونو له پاره ډېر ژر «ښه خبر»

کله چي د نجونو د زده کړو په هکله له حقاني څخه وپوښتل سول، نو هغه وويل: «زه په دې هکله وضاحت کول غواړم چي هيڅوک هم د ننجونو د تعليم پر ضد نه دی.» هغه وويل چي نجوني اوس هم ابتدايي ښوونځيو ته ځي. د هغه په وينا د لوړو ټولګيو د انجونو له پاره دوی پر يو داسي ميکانيزم کار کوي چي په ترڅ کي يې نجوني اجازه ترلاسه کړی سي چي ښوونځيو ته ولاړي سي.

د طالبانو د ادارې غړي حقاني وويل چي د انجونو تعليم بايد چي د افغانانو د فکر او کلتور سره په مطابقت کي وي. هغه وويل: «په افغانستان کي په پراخه اندازه د حجاب مسئله ده ځکه چي که يو څوک خپله لور يا خور لېږي، نو هغه په بشپړه اعتماد سره دا کار کوي. هغوی داسي چاپيريال رامنځته کول غواړي چي پکښي د مېرمنو د وقار او تحفظ دواړو ضمانت موجود وي او هغه پر همدې کار کوي.»

حقاني وويل: «په دې هکله به تاسو ډېر ژر د يو ښه خبر شاهدان هم واوسئ.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کابل ونيولی خو د هغه راهيسي هيڅ هيواد په شمول د نړيوالو او گاونډيو هيوادونو د هغوی حکومت په رسميت نه دی پېژندل سوی.

ډ.ا./ا.ا./س.ر.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور(04.09.2018):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل