1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقیقت موندنه: آیا په نړۍ کې ډیری بې ځایه سوي مسلمانان دي؟

الیما دی‌ گراف | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه

دغه ادعا چې "د نړۍ ۸۵ سلنه مهاجر مسلمانان دي" او "هغوی په ۵۶ اسلامي هیوادونو کې د پناه غوښتنه نه کوي"په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې خپره سوې ده. خو حقیقتونه څه وايي؟

حقیقت موندنه: آیا په نړۍ کې ډیری بې ځایه سوي مسلمانان دي؟
په اروپايی ټولنې کې د پناه غوښتونکو خیمېانځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

په وروستیو کلونو او میاشتو کې د مهاجرت او پناه غوښتنې سیاستونه په څو هیوادونو لکه آلمان، امریکا متحده ایالاتو او پولڼد کې په انتخاباتي کمپاین او سیاسي بحثونو کې کلیدي موضوعگانې وې. دغه بحثونه کولای سي ډیر احساساتي سي او ډیری وخت یې په اړه جعلي معلومات خپریږي.

"د پیوستون حوض" به چې د اروپايي ټولنې د مهاجرت او پناه غوښتنې د نوي تړون یوه مهمه برخه ده،  د ۲۰۲۶ م  کال له نیمایي څخه نافذ سي. په دغه چوکاټ کې به هغه غړي هیوادونه چې د مهاجرت د فشارونو له ډیرې لوړې کچې سره مخامخ دي، له دغه برنامې څخه د مرستې مستحق سي. د اروپا د کمیسیون وروستۍ ارزونې ښيی چې د نورو هیوادونو په منځ کې آلمان کولای سي د ۲۰۲۶ م کال تر پایه د پناه غوښتونکو له منلو څخه د معافیت عریضه وړاندې کړي. 

اړوند:المان: په ۲۰۲۵ م کال اخراجونه ۱۸ سلنه زیات شوي

لکه څرنگه چې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ویش په هکله پوښتنې مطرح کیږي ، په ټولنیزو شبکو کې یوه پخوانۍ ادعا لاس په لاس کیږي.

په نړۍ کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د شمیر ترکیب

ادعا: په تیک تاک کې په دغه پوست کې داسې ادعاد کیږي چې "د نړۍ ۸۵ سلنه مهاجر مسلمانان دي" او "هغوی په ۵۶ اسلامي هیوادونو کې د پناه غوښتنه نه کوي". ددغې ادعا یوه برخه له حداقل ۲۰۱۹ م کال راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، خو په دا وروستیو کې یې یو واربیا پام ځانته راړولی دی.

د ډویچه ویلې حقیقت موندنه: دغه ادعا ناسمه ده

دغه ادعا همدارنگه په آلماني، چینايي، پرتگالي، هالندي، فرانسوي، ایتالیايي او اسپانوي ژبو هم خپره سوې ده او په بیلابیلو پولنیزو رسنیو کې پوست سوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتو د عالي کمیشنرۍ د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۵ م کال د جون ترپایه په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر ۴۲،۵ میلونه کسان او د پناه غوښتونکو شمیر ۸،۴ میلیون وو. ددغې ادعا د لومړۍ برخې له پاره چې  "د نړۍ ۸۵ سلنه مهاجر مسلمانان دي" موږ د نړۍ د پناه غوښتونکو د مذهبي جوړښت په هکله ارقامو ته اړتیا لرو.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو عالي کمیشنرۍ (یو ‌ان ‌اچ ‌سی ‌آر) چې په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتونکو د ارقامو اصلي منبع ده، د پناه غوښتونکو د معلوماتو د لټون له پاره یوه وسیله جوړه کړې ده. سره له دې، د ملگرو ملتو دغه اداره د پناه غوښتونکو د مذهبي تړاو په هکله معلومات نه راټولوي.

اړوند:م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی

د ملگرو ملتو دغه آژانس خپل معلومات له خپلو پلټنو او حکومتونو څخه په لاس راوړي، چې ډیری وخت د خصوصي حریم په دلیل، د پناه غوښتونکو د مذهب په هکله ارقام نه راټولوي.

سربیره پردې، ترهغه ځایه چې ددغه ډول معلوماتو راټولول امکان لري، پناه غوښتونکو ته زیان ورسوي، د یو ان‌ اچ ‌سی ‌آر د نومونو د ثبت سیستم (PRIMES) یوازې هغه وخت معلومات راټولوي چې د شخص د پناه غوښتنې د وضعیت په ټاکلو پورې تړاو ولري.

د مهاجرو له پاره یعني هغه کسان چې له پناه غوښتنې پرته دلایلو له امله له خپل ټاټوبي څخه مهاجرت کوي، موږ کولای سو د مذهبي ترکیب په هکله معلومات پیدا کړو. په واشنگټن کې مستقر د پيو په نامه څيړنیز مرکز چې يوه غیرانتفاهي مؤسسه ده، د مهاجرو پر شمیر او ټولنیزو ځانگړتیاوو باندې تمرکز کوي. نوموړي مرکز په نړۍ کې د مهاجرو د دیني جوړښت په هکله معلوماتو سره یوه څېړنه ترسره کړې ده. په دې ځای کې وینو چې د ټولو مهاجرو ۴۷ سلنه عیسویان او ۲۹ سلنه مسلمانان دي، داسې یو عدد چې په ښکاره ډول له ۸۵ سلنې لږ دی.

سره له دې، پناه غوښتونکي له مهاجرو څخه بشپړ متفاوته ډله ده. او موږ وکولای سول د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره ورته پلټنې پیدا کړو. په داسې حال کې چې مهاجرت د ځای د دواطلبانه تغییر په توگه درک کیږي، پناه غوښتونکي نه سي کولای خپل کور او ټاټوبي ته بیرته ستانه سي او تر نړیوالو قوانینو لاندې حفاظت ته اړتیا لري.

موږ یوازې د مهاجرو په اصلي هیوادونو کې د مذهبي اکثریت په پام کې نیولو سره کولای سو اټکل وکړو چې دغه ادعا احتمال لري او که څنگه. د ملگرو ملتو د کډوالو له ادارې څخه، جانیس کرویدر خبرداری ورکوي چې باید "په پام کې ونیسو چې په یو شان سره د یوه هیواد د ټولو اتباعو د پناهنده کیدو امکان موجود نه دی. د مثال په ډول، له میانمار څخه دروهینگیا مهاجر، چې ډیری یې مسلمانان دي، په داسې حال کې چې میانمارد اکثریتو بودایانو درلودونکی یو هیواد دی."

د ملگرو ملتو د کډوالو د ادارې د ۲۰۲۴ م کال د نړیوالو بهیرونو رپوټ ښيی چې وینزویلایان او اوکراینیان ، د دواړو هیوادونو د اکثریتو عیسویانو په لرلو سره د مهاجرو د مجموعي شمیر د پام وړ برخه جوړوي.

 د ملگرو ملتو د مهاجرو له ادارې څخه ، ادگارسکراس لیکي چې "ددې خبرې په پام کې نیولو سره چې یوازې اوکراینیان او وینزویلایان د ټولو هغو کډوالو او نورو خلکو تقریباً دریمه برخه جوړوي چې نړیوال محافظت ته اړتیا لري، د هغو کډوالو اصلي تناسب چې مسلمانان دي احتمالاً ډیر ټیټ دی."

له بلې خوا، د مهاجرو د اصلي هیوادونو په منځ کې واقعاً ځیني هیوادونه سته چې اکثریت یې مسلمانان دي، لکه سوریه، افغانستان او سوډان.

د ملگرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خبره، ددغه حقيقت د بیانولو له پاره چې د مهاجرو ۸۵ سلنه مسلمانان دي، د اړتیا وړ معلومات وجود نه لري.

پناه غوښتونکي په تیره بیا کومو هیوادونو کې د پناه په لټه کې دي؟

د روان کال تر جون پورې، ۸،۴۲ میلیونه پناه غوښتونکي موجود ول. پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې" په خپل هیواد کې د گواښونو په دلیل د نړیوال حفاظت په لټه کې دي، خو د هغوی د پناهندگۍ وضعیت په قانوني توگه مشخص سوی نه دی."

په هغه پوست کې چې پورته مطرح سو، ادعا کیږي چې مسلمان مهاجر په " ۵۶ مسلمانو هیوادونو کې" د پناه غوښتنه نه کوي. لکه څرنگه چې د ټولو مسلمانو مهاجرو په هکله هیڅ ډول جامع ارقام موجود نه دي، موږ نه سو کولای دا مشخصه کړو چې هغوی په دقیق ډول چیرې د پناه غوښتنه کوي. یو ځل بیا؛ موږ یوازې د موجوده معلوماتو پر بنسټ اټکل کولای سو.

د نوموړې ادعا دوهمه برخه ښايي د اسلامي همکارۍ د سازمان (OIC) ۵۷ غړو ته اشاره کوي. د دغو هیوادونو شمیر د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې چې سوریه یې بیرته غړیتوب ترلاسه کړ، ۵۶ هیوادونه وو. په دغه سازمان کې هم هغه هیوادونه شاملیږي چې رسمي دین یې اسلام دی او همدارنگه هغه هیوادونه چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي.

ادگار سکراس وايي چې لږترلږه ۷ هیوادونه د اسلامي هیوادونو د مهاجرو او پناه غوښتونکو لوی کوربه هیوادونه دي. دغه هیوادونه عبارت دي له بنگله دیش، د ایران اسلامي جمهوریت، لبنان، اردن، ترکیه، چاد او پاکستان. نوموړي هیوادونه په مجموعي ډول د ټولو مهاجرو او پناه غوښتونکو د تقریباً ۳۰ سلنه کوربه توب کوي. ټول دغه هیوادونه داسلامي همکارۍ د سازمان غړي دي.

مهمه ده چې دې ته پام وکړو چې اکثریت هغه کسان چې له نښتو او ځورونې څخه په تیښته کې دي، په خپل هېواد کې دننه د بې ځایه سوي کس په توگه پاتیږي. دغه بې ځایه سوي کله چې له خپل هیواده تښتي، ډیری وخت گاونډیو هیوادونو ته ځي. لکه د تیرکال په شان، د ۲۰۲۵ م کال تر جون پورې هم د مهاجرو او پناه غوښتونکو ۶۶ سلنه په گاونډیو هیوادونو کې ژوند کاوه.

په ډیریو مواردو کې ، گاونډي هیوادونه  د بې ځایه سویو د اصلي هیوادونو په شان ورته مذهبي وابستگۍ لري، د مثال په ډول، له سوریې څخه بې ځایه سوي چې اکثریت یې مسلمانان دي ، معمولاً ترکیې ته تللي دي چې په اکثریت مسلمانانو سره یو بل هیواد دی. همدا خبره د افغان پناه غوښتونکو له پاره هم صدق کوي چې معمولاً ایران او پاکستان ته تللي دي.

له همدې کبله مسلمان مهاجر هم په اکثریت مسلمانانو سره هیوادونو کې د پناه په لټه کې وي، د هغو هیوادونو په گډون چې د اسلامي همکارۍ د سازمان غړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب