1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس: پر غزې تراډي د اسرائیل په برید کي ۲۹ کسان وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د فلسطینیانو په حواله د چهارشنبې په سهار د غزې پر تراډې د اسرائیل له خوا د تازه هوایي بریدونو په ترڅ کي ۲۹ کسان وژل سوي دي.

د حماس د برید پر وړاندي د غبرگون په توگه اسرائیل په غزه کي پراخ  پوځي عملیات ترسره کوي.
حماس: پر غزې تراډه د اسرائیل په برید کي ۲۹ کسان وژل سويانځور: Majdi Fathi/NurPhoto/IMAGO

د حماس د ملکي دفاع ویاند محمود باسل، خبر ورکړی دی چي د فلسطیني سیمې په شمال کي د جبلیه د مهاجرو پر کمپ د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د می ۱۴) د بریدونو په نتیجه کي ۲۵ کسان وژل سوي او په لسونو نور کسان ټپیان سوي دي. همدارنگه د غزې تراډي  په جنوب د خان یونس د سیمې په لوېدیځ کي د اسرائیل د برید له امله هم څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماس تر کنترول لاندي د ملکي دفاع ادارې په حواله د سې شنبې په ورځ په خان یونس  کي یوه روغتون ته نیژدې د اسرائیل د برید په نتیجه کي ۲۸ انسانان ووژل سول.

داسرائیل  پوځ څرگنده کړې ده چي د ناصر پر روغتون یې له دې کبله برید کړی دی چي حماس هلته د بریدونو د پلان کولو او پلي کولو له پاره "د قوماندې او کنټرول مرکز" اداره کاوه.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په راتلونکو ورځو کې به په غزه کې د حماس د "ماتولو" او "له منځه وړلو" له پاره په "بشپړ قوت" سره پرمختگ وکړي.

د حماس او د هغه متحدو جنگیاليو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل باندي د ستر برید په نتیجه کي شاوخوا ۱۲۰۰ انسانان ووژل او ۲۵۱ نور یې د یرغملو په توگه له ځانه سره غزې تراډي ته وتښتول. ۵۷ یرغمل لا د دغې ډلې په منگولو کي دي، د اسرائیل د پوځ په حواله له هغوی څخه  ۳۴ کسان یې مړه سوي دي.

د حماس د برید پر وړاندي د غبرگون په توگهاسرائیل  په غزه کي پراخ  پوځي عملیات ترسره کوي. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې په خپلواکه توگه نه سي تائید کېدای، تر اوسه پوري تر ۵۲۹۰۰ ډېر کسان وژل سوي دي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل