1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيمصر

د اسرائيل پوځ: ټول ۲۰ ژوندي پاتې يرغمل را سپارل شوي

۱۴۰۴ مهر ۲۱, دوشنبه

د اسرائيل پوځ تائيد کړې ده چې د حماس له خوا ورته ټول ژوندي پاتې يرغمل چې شل تنه دي، سپارل شوي دي. ولسمشر دونالد ترمپ هم په دې منځ کې اعلان کړی دی چې په غزه کې «جګړه پای» ته رسېدلې ده.

د حماس له لوري آزاد کړل شوي اسرائيلي وګړي د خوښۍ څرګندولو په حال کې
د اسرائيل پوځ تائيد کړې ده چې د حماس له خوا ورته ټول ژوندي پاتې يرغمل چې شل تنه دي، سپارل شوي دي. انځور: Hannah McKay/REUTERS

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې حماس ورته پاتې ۱۳ يرغمل هم سپارلي دي چې اوس د پوځ په بدرګه کې اسرائيل ته پر لاره دي. زياته شوې چې دغه کسان به تر ستنېدو وروسته لومړی تر طبي معايناتو تېر شي.

حماس د دوشنبې پر سهار د يرغمل شويو او بنديانو د تبادلې د يوه تړون په ترڅ کې چې اسرائيل او حماس پرې توافق کړی وو، اوه تنه يرغمل اسرائيل ته وسپارل.

اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې حماس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۳مه) ۷ یرغمل شوي آزاد او د سره صلیب نړېوال سازمان ته وسپارل. ويل شوي ول چې دغه یرغملان به د اسرائيل «رعیم» پوځي اډې ته ولېږدول شي تر څو د لومړنيو طبي معایناتو لاندې ونیول شي. د الجزیرې تلویزیون خبر ورکړ په پام کې ده د ژونديو یرغملانو د آزادولو دوهم پړاو په ځايي وخت د سهار په لسو بجو د غزې په جنوب کې ترسره شي.

حماس ډله چې د امریکا او يو شمېر هېوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه درجه بندي شوې، د یرغملانو د ازادولو څخه لږ مخکې د ۲۰ ژونديو يرغمل شويو نومونه خپارل کړل.

حماس دغه نوملړ د عزالدین قسام پر تلیګرام چې د دغې ډلې یوه پوځي شاخه ده، خپور کړی او له هغو نومونو سره مطابقت لري چې مخکې خپاره شوي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د اکتوبر په ۱۳مه په اسرائیل کېانځور: Evelyn Hockstein/REUTERS

دغه یرغملان چې دوه کاله مخکې پر اسرائیل د حماس د حملې په جریان کې تښتول شوي ول، نن په غزه کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې ته وسپارل شول.

ایران د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي

ایران اعلان وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان، او د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي سربېره پر دې چې د مصر رسمي بلنې ېې ترلاسه کړي، د غزې د سولې په غونډه کې ګډون نه کوي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ خبري څانګې د یکشنبې په ماښام په دې ارتباط د عراقچي له قوله خبر ورکړ چې لومړی ولسمشر مسعود پزشکیان دغې غونډه ته دعوت شوی و خو د هغه تر منفي ځواب وروسته، مصر له خارجه وزیر وغوښتل چې په غونډه کې ګډون وکړي، چې هغه هم دغه دعوت رد کړی دی.

ترمپ جګړه «پای ته رسېدلې» اعلان کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، منځني ختيځ ته تر سفر مخکې د ولسمشرۍ په الوتکه کې حاضرو خبریالانو ته وویل: «د اوربند توافق رعایت شوی او په غزه کې جګړه پای ته رسېدلې.» هغه زیاته کړه امکان لري چې یرغملان له ټاکل شوې مودې مخکې خوشي شي.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې ترمپ به دوشنبه وختي لومړی اسرائیل ته ولاړ شي او هلته به د یرغملانو له کورنیو سره تر کتنې وروسته د سولې په غونډه کې د ګډون له پاره د مصر شرم الشیخ ته روان شي. د رپوټونو مطابق د آلمان صدارعظم فریدریش مېرڅ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د بریتانیا صدراعظم کير سټارمل به هم په دغه ناسته کې ګډون کوي.

د اسرائيل پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د اسرائيل دفاعي ځواکونه تمه لري چې پاتې نور یرغمل هم وروسته سره صلیب ته وسپارل شيانځور: Ebrahim Hajjaj/REUTERS

د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې د یرغملانو په آزادولو سره د اسرائيل له پاره په غزه کې سوله «ممکنه» ده.

د آلمان د بهرنو چارو وزیر وویل چې دوی په راتلونکې کې د ېو سولیز پرمختګ تمه لري او که چېرته دغه کار کيږي، په هغه صورت کې به هېڅ شی اسرائیل ته د بشپړو پوځي تسلیحاتو د ورکړې مخنیوی ونه شي کولی. د آلمان حکومت په وروستیو کې اعلان وکړ چې هغه وسلې چې د غزې په جګړه کې به ورڅخه کار واخیستل شي اسرائیل ته صادرې نه کړي.

د حماس او اسرائیل تر منځ د لاسلیک شوي توافق پر اساس، یرغمل باید نن، دوشنبې ورځې تر غرمې پورې آزاد شي.

د اسرائیل ولسمشر، اسحاق هرڅوګ ويلي دي چې غواړي د دغه هېواد تر ټولو مهمه مدني جایزه دونالد ترمپ ته ورکړي چې په غزې تړانګه کې ېې د جګړې د پای او د یرغملانو په آزادولو کې یې نقش وستايل شي. دغه جایزه هغو افرادو ته ورکول کيږي چې د اسرائیل او بشريت له پاره ډېر مهم کار کوي. اسرائيل په ۲۰۱۳ کې دغه جایزه د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما ته ورکړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل