حمید رحیمي خپل سیال ته ماتې ورکړه
۱۳۹۱ آبان ۹, سهشنبه د لوبې په لومړي روند کې د دواړو ورزشکارانو له خوا پر یو بل باندې کوم د پام وړ برید و نه شو او روند د یوازې څو سوکانو په تبادله کیدو سره پای ته ورسید. خو سیالي په پنځم، شپږم او اووم روند کې ډیره جدي شوه. رحیمي څو وارې خپل حریف پر مخې په سوکانو وواهه او د هغه تانزانیایي حریف هم د رحیمي ځواب په سوکانو ورکړ.
خو هر څه د لوبې په اووم روند کې هغه وخت پای ته ورسیدل چې د رحیمي د تانزانیایي حریف سید ایمبلوا، اوږه ژوبله شوه او هغه و نه شو کولای چې مسابقې ته دوام ورکړي.
د لوبې په څو روندونو کې خو سید ایمبلوا، رحيمي ته اشارې کولې چې راشي هغه وواهي. داسې پریښیدل چې دغه ورزشکار غوښتل رحیمي «ناک اوت» کړي خو داسې و نه شول.
دغه سیالۍ د کابل په تر ټولو لوی صالون یعنې د لوی جرګې په خیمه کې تر سره شوه. د لوی جرګې خیمه له لیدونکو څخه ډکه وه. تر دې مخکې یوه امریکايي وتلي سوک وهونکي او آزاد مبارز بینژاره له رحیمي سره د لوبې له پاره ټټر وهلی وو خو د ناڅرګندو لاملونو له کبله هغه په سیالي کې له ګډون څخه پر شا شو.
حرفوي سوک وهونکی حمید رحیمي، چې له خپلي کورنۍ سره یو ځای له المانه کابل ته راغلی دی وایي چې د نړۍ په ډیرو سیالیو کې یې خپل حریفان پر ګونډو کړي دي. حمید رحیمي تر سیالي مخکې د ملي تلویزیون له لارې په داسي حال کې چې په سوو مینه وال یې هم ورسره ول ویلي وو چې دی د سولې له پاره سیالي کوي.
کرزي رحیمي ته تبریکي ووایله
ولسمشر حامد کرزي، د چهار شنبې په ورځ افغان سوک وهوونکي حمید رحیمي ته د هغه د بریا له کبله تبریکي وویله. د ولسمشرۍ د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر د حمید رحیمي له تانزانیایي سیال څخه هم مننه کوي چې افغانستان ته راغلی او بیا یې په دې سیالۍ کې ګډون وکړ.
مسعود جهش/ میرویس جلالزی