حوثي یاغیانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی به د یمن پر حکومت او د هغوی د متحدینو سعودي عربستان او متحده عربي آماراتو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیدو بریدونه ودروي.
شیعه حوثي یاغیانو یوه هر اړخیزه اوربند ته چمتووالی ښوولی که چیري د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اتحاد هم سوله غواړي. دغه پوځي اتحاد په وروستیو کې د یمن د حدیده بندري ښار چې د حوثیانو له لوري کنترولیږي، پر وړاندې پوځي عملیات ودرول.
بې شمیره قربانیان
په دغه عربي هیواد کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو څلور کاله تیریږيږ په زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په سونو زره له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي. ملګري ملتونه په یمن کې د سختې لوږې په هکله خبرداری ورکوي.
په تیرو وختونو کې یاغیانو د سعودي عربستان پر لور هم توغندي توغولی وو. هغوی دغه بریدونه د پوځي اتحاد له لوري پر ښوونځیو، بازارونو او روغتونونو باندې د تر سره شوو بمباریو غچ اخیستل یادول.
دغه پوځي اتحاد د وسلو او استخباراتي معلوماتو په ترلاسه کولو سره د لویدیځ هیوادونو له ملاتړه برخمن دی. خو په تیرو ورځو کې د سعودي عربستان متحدینو لکه امریکا متحده ایالاتو د جګړې د ختمولو غوښتنه کړې ده.
په استانبول کې د سعودي عربستان د منتقد خبریال جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته پر سعودي عربستان باندې نړیوال فشارونه مخ پر زیاتیدو دي. جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
احتمالي سوله؟
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس، په روان میلادي کال کې د سولې د خبرو اترو د تر سره کیدو هیله څرګنده کړې. د هغه په خبره دغه خبرې به په سویډن کې تر سره شي. هدف د یوه مؤقت حکومت تر واکمنۍ لاندې د سولې د تړون په هکله یوه اساسي توافق ته رسیدل دي. په دې هکله لومړنۍ هڅه په ستمبر میاشت کې ناکامه شوې وه، ځکه چې حوثي یاغیانو په دغې غونډه کې ګډون و نه کړ. زموږ له آرشیف څخه:
له درو کلونو زیاته موده کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. آن روغتونونه هم له کورنۍ جګړې په آمان کې نه دي او په وژونکو ناروغیو اخته ناروغان له روغتیايي مرستو بې برخې دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په لوړه بیه درملنه
خالد اسماعیل د خپلې لور ښی لاس ښکلوي. د هغه ۱۷ کلنه لور په سرطان ناروغۍ اخته ده او په همدې دلیل یې باید د درملنې له پاره د خپل کیڼ لاس قطع کیدو ته تن ایښی وی. پلار چې یې هر څه درلودل وپلورل او پور یې هم وکړ، خو له دې سره سره یې د خپلې لور له پاره تر دې د ښې درملنې توان نه درلود. هغه وایي: «جګړې زموږ ژوند ختم کړ. موږ نه شو کولی بهر ته ولاړ شو. دلته مې د لور له پاره تر دې بهتره تداوي نه وه.»
انځور: Reuters/K. Abdullah
د دولتي ملاتړ نه شتون
په پلازمېنه صنعا کې د سرطان تشخیص مرکز، له دوو کلونو راهیسې له حکومت څخه هیڅ مرسته نه تر لاسه کوي. دغه مرکز د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لکه د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د سرطان ناروغۍ لرونکو ماشومانو له پاره د چپرکټونو کموالی
د صنعا د سرطان د درملنې په مرکز کې موجود چپرکټونه کوچنیانو ته ځانګړې شوي دي. د تداوۍ دغه مرکز هره میاشت شا او خوا ۶۰۰ ناروغان مني. خو په تیر کال کې ناروغانو ته د رسیدګۍ له پاره د دغه مرکز بودجه یوازې یو میلیون ډالر وه.
انځور: Reuters/K. Abdullah
په انتظار خونو کې درملنه
زیات عمر لرونکي کسان یا په تذکرو کې او یا هم په انتظار خونو کې تداوي کیږي. نوموړي مرکز تر جګړې مخکې په کال کې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کوله او کولای یې شول چې آن د یمن په نورو روغتونونو کې د تداوۍ مرکزونو له پاره دارو درمل برابر کړي.