بلینکن حوثي ياغیانو ته: زموږ د سفارت کارکونکي بيرته آزاد کړئ
۱۴۰۰ آبان ۲۹, شنبهامریکا متحده ایالاتو په صنعا کې د حوثي ياغیانو له خوا د امریکا د سفارت د محلي کارکونکو نیول په شديده توګه محکوم کړي او د هغو د فوري آزادولو غوښتنه يې کړې ده. حوثي یاغیان یا مليشي چې د ایران له خوا يې ملاتړ کیږي، په وروستيو کې يې د یمن په پلازمینه کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه او څو تنه ځايي افراد چې دغه سفارت له پاره يې کار کاوه ونیول.
هغوی همدارنګه د دغو افرادو د کورنیو غړي هم نيولي چې د رپوټونو مطابق ورسره بدچلند شوی دی.
د امريکا خارجه وزیر، آنتوني بلینکن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر ۱۹مه) په يوې خپرې شوې اعلاميې کې ټینګار کړی چې حوثي ملیشې «باید ژر تر ژره د امریکا سفارت ټول کارکوونکي آزاد کړي، د سفارت محوطه تخلیه کړي، ټول لوټ شوي مالونه بیرته راوړي او خپل ګواښونه متوقف کړي.»
حوثيانو له ۲۰۱۴م کال راهیسې، د یمن پلازمينه صنعا او د دغه هیواد په شمال کې لويې برخې په خپل کنټرول کې راوستلي دي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۵م کال په يمن کې د خپل سفارت ټول کارونه په تعلیق حالت کې رواستل او خپل ټول امریکايي کارکوونکي او ديپلوماتان يې له دغه هیواد څخه وښکل.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د جمعې په ورځ د حوثيانو له خوا په یمن کې د امريکا سفارت اشغالول او د سفارت د محلي کارکوونکو نیول په کلکه غندلي او دغه اقدام يې د ويانا نړیوالو توافقاتو خلاف عمل بللی دی.
د امریکا خارجه وزارت تیره ورځ همدارنګه د یوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه هیواد د حوثي رهبرانو یو رهبر، صالح مسفر الشاعر، په دې تور تحریم کړی دی چې په مستقیم یا غیر مستقیم اقداماتو سره په يمن کې امنيت، سوله او ثبات ګواښي.
په دغې اعلاميه کې ويل شوي دي چې الشاعر د حوثیانو د «قضايي ګارد» مشري پر غاړه لري او په حوثیانو کې يو له هغو کلیدي څيرو څخه دی کوم چې د خپلو مخالفانو د شتمنیو د مصادره کولو له پاره هڅې کوي.
امریکا متحده ایالاتو ويلي دي چې نوموړی د حوثي ځواکونو د لوژستیکي ملاتړ په ادراه کې د یو مهم او ارشد پوځي افسر په توګه فعاليت لري او حوثیانو سره وسلو او قاچاق ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په ورستیو کې مسفر الشاعر او د حوثي یاغیانو دوه نور قوماندانان د خپلو تحريمونو په نوملړ کې شامل کړي ول.
د امریکا خارجه وزارت دغه اقدام د یمن خلکو سره د امريکا متحده ایالاتو د «ملګرتیا پیغام» بللی او ټينګار يې کړی چې امریکا به «د هغو افرادو د په نښه کولو څخه لاس وانخلي کوم چې د یمن د بحران ادامې سره يې مرسته کړی او د یمن خلکو له کړاونو څخه ګټه پورته کوي.»
آ./م.ک.ص./ا.ا.