حکومت: افغانان دې عراق ته له تګه ډډه وکړي
۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه) د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغو افغانانو ته چې غواړي عراق ته سفرونه وکړي، د نه تګ سپارښتنه کړې ده. په عراق کې د څو اونیو راهیسې اعتراضونه روان دي چې د رسمي شمیرو له مخې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي هم دي.
د حج او اوقافو وزارت پر خپله ویبپاڼه په دې هکله لیکلي: « د عراق اسلامي جمهوری دولت سیاسي او امنیتي وضیعت ښه نه دی او لامل یې هم په دغه هېواد کې د خلکو لاریونونه ښودل شوي.» د حج او اوقافو وزارت په خپله اعلامیه کې همدا راز لیکلي چې هغه شمیر افغان زیارت کوونکي چې د عراق د مقدسه ځایونو د زیارت له پاره دغه هېواد ته د سفر نیت لري، د ناڅاپي پېښو د مخنیوي په خاطر د وضیعت تر ښه کېدو پورې دې دغه هېود ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې د خلکو له خوا د حکومت ضد لاريونونه کې چې د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې ادامه لري، تر اوسه لږ تر لږه ۳۱۹ تنه وژل شوي دي.
د بخښنې نړيوال سازمان د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۰مه نیټه) په يوې خپرې شوې اعلاميه کې په عراق کې «له حده وتلي تاوتريخوالي او د خونړيو ورځو» يادونه کړې ده. د ياد سازمان په اعلاميه کې ويل شوي چې په عراق کې اعتراضونه د «وينو پر حمام» باندې بدل شوي دي. دغه نړیوال سازمان ويلي دي چې د عراق مسئول چارواکي بايد «په غيرقانوني توګه له وژونکي تاوتريخوالي څخه استفادي ته ژر تر ژره د پاي ټکی» کيږدي.
AKH/AWA