حکومت: د امنيت د ليږد دوهم پړاو ته پوره چمتوالی لرو
۱۳۹۰ مهر ۱۹, سهشنبهتيره ورځ د ايساف ځواکونو د ملکي استازي وياند دومنيک ميدلي په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي ډير ژر به د امنيتي مسوليتونو د ليږد دوهم پړاو پيل سي او د هغو ولايتونو نومونه به اعلام سي، چي ټاکل سوې په دوهم پړاو کي به يي امنيتي چاري په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديقي صديقي وايي، چي کورني ځواکونه د امنيت د سپارلو د دوهم پړاو پيليدو ته پوره تابيا لري او هيڅ راز خنډ نه ليدل کيږي.
صديقي پر داسي مهال د خپلو ځواکونو د چمتو والي خبره کوي، چي په دي ورستيو کي د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي بغاوتونو زور اخيستی.
که له يوه لوري په کور دننه جنګ جګړې تودې سوي له بل لوري له ګاونډي پاکستان سره چي د افغانستان په مسله کي ژور ښکيل بلل کيږي هم ديپلوماتيکي او سياسي اړيکي پخوانی رنګ نه لري.
صديقي وايي چي وروستۍ ستونزي او د افغانستان د سولي د عالي شورا د پخواني رئيس برهان الدين رباني مړينه به د انتقال پر پروسي هيڅ راز منفي اغيزه و نه لري اوافغان دولت به د خپلي ژمني سره سم دغه پروسه پلي کړي.
تر اوسه پوري په دقيقه توګه ندي ويل سوي، چي په دوهم پړاو کي به د کومو سيمو امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
خو داسي ګنګوسي سته، چي د ميدان وردګو، غزني، ننګرهار او لوګر په ګډون به يو د يو شمير سيمو امنيتي چاري په دوهم پړاو کي افغان دولت ته وسپارل سي.
د کورنيو چارو وزارت وياند په مشخصه توګه په دوهم پړاو کي د شاملو سيمو نومونه په ډاګه نه کړل.
خو د سياسي چارو کتونکي په دي باور دي چي افغان دولت ته د امنيت د سپارلو له لومړي پړاو وروسته په هغو سيمو کي چي ورته سپارل سوي وي نا امنيو زور اخيستی او د افغان ځواکونو وړتيا يي له جدي ننګوني سره مخ کړي ده.
هغوی د بيلګي په توګه جنوبي ولايت هلمند ته اشاره کوي، چي هلته د امنيت د ليږد پروسې له بشپړيدو سره سم د زور پالو بريدونو زور واخيست او په لسګونو تنه امنيتي او ولسي کسان پکي تر اوسه وژل سوي دي.
د سياسي چارو شنونکي ډاکټر شيرازالدين افغانزي نن د ټليفون په کرښه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي افغان ځواکونه د بهرنيو له ملاتړ پرته په يوازي سر د امنيت د ساتلو توان نه لري او بهرنيان بايد په بې باکۍ سره هر څه افغانانو ته و نه سپاري که هغه امنيتي مسوليت وي او که کومه بله دنده.
خو د کورنيو چارو وزارت دغه خبري نه مني. د دغه وزارت نطاق صديقي وايي چي افغان ځواکونو له اورپکو سره په مخامخ جګړو کي خپله وړتيا په ثبوت رسولې ده او اوس دولت ضد وسله وال د غلچکيو بريدونو پرته د مخامخ جګړې توان نه لري.
صديقي وايي چي دولت ضد زور پالي په هيڅ ډول د هغو ولايتونو بقا له خطر سره نه سي مخامخ کولای، چي د امنيت په لومړي پړاو کي افغان دولت ته سپارل سوي او يا هم د امنيتي مسوليتونو د ليږ په دوهم پړاو کي افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل