1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: د غزني ښار له طالبانو پاک شوی

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د غزني په ښار کې د جګړې په پنځمه ورځ د افغان چارواکو وویل چې طالب جنګیالي یې له ښار څخه پر شا تمبولي دي. د دغو چارواکو په خبره امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې د ښار شاوخوا سیمې له طالبانو پاکې کړي.

Gefechte in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. A. Danishyar

د غزني ولایت په مرکز کې د طالبانو د پراخو عملیاتو په پنځمه ورځ هم د دغې ډلې پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات ادامه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د مسئولینو د رپوټونو پر بنسټ په دې جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه افغان امنيتي ځواکونه او شاوخوا ۳۰ تنه ملکيان وژل شوي دي. سربیره پر دې په دې رووستیو دوو ورځو کې په سلګونه کسان د غزني له ښاره په تیښته بریالي شوي او پلازمېنې کابل ته یې ځانونه رسولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحيمي، د سه شنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونه د طالب جنګیالیو د لټون له پاره د غزني ښار انچ انچ تالاشي کوي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د دې هیواد د ملي اردو د مطبوعاتي برخې افسر عبدالکريم ارغنديوال، وویل چې پوځي چورلکې په غزني ښار کې له ځمکنیو عملیاتو څخه ملاتړ کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له غزني ښار څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د افغان امنیتي چارواکو څرګندونې رد کړي دي او ادعا یې کړې ده چې په مختلفو نقطو کې غیر منظم جنګونه اوس هم جریان لري. عيني شاهدان چې د دوشنبې په ورځ په تیښته بریالي شوي دي وایې چې په ښار کې څوک تګ راتګ نه شي کولی، دوکانونه تړل شوي دي او جسدونه پر سړکونو کې پراته دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب