1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: په چین کي د کرونا هیڅ نوې پيښه نه ده ثبت سوې

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د اول وار له پاره په چین کي د کرونا ویروس د رسمي ارقامو تر خپریدو وروسته نور هیڅ نوې پيښه نه ده ثبت سوې. لکه څنگه چي د چین د حکومت صحي کمیټې نن پنجشنبه خبر ورکړ، د پرون راهیسي په کرونا نورهیڅوک نه دی اخته سوی.

China spendet Mundschutz an den Iran
انځور: Chinesische Botschaft im Iran

خو بیا ددې برعکس ۳۴ کسان په خارج کي په کرونا ویروس باندي مبتلا سوي دي ، کوم چي اوس چین ته راغلي دي. په دې ډول سره په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو تعداد د رسمي ارقامو پر اساس ۸۰۹۲۸ ته لوړ سو. یوازي نن پنجشنبه(د مارچ میاشتي ۱۹ مه ) په دغه هیواد کي ۸ کسان د کرونا ویروس په سبب مړه سوي او په مجموع کي تر اوسه پوري حداقب ۳۲۴۵ انسانان مړه سوي دي.

 په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو تعداد د رسمي ارقامو پر اساس د ورځو ورځو راهیسي مخ پر کمیدو دی. هغه کسان چي په دغه ویروس باندي اخته سوي هم دي، اکثره یې بیرته جوړ سوي او د روغتونونو څخه رخصت سوي دي. د همدغو ارقامو په حواله یوازي ۷۲۶۰ تنه لا د کرونا ویروس په سبب په روغتونونو کي تر معالجې لاندي دي.

انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/C. Min

دکرونا نوی ویروس د اول وار له پاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کي د چین د هوبای ولایت په ملیوني ښار، ووهان کي راپیدا سو او تر هغه وروسته یې ټولي نړۍ ته سرایت وکړ. ویل کيږي ، چي دغه ویروس په یوه مارکیټ کي  د یوه وحشي حیوان څخه انتقال سوی دی. تر هغه راوروسته چارواکو سخت اقدامات وضع او د ۵۶ ملیونه نفوس درلودونکی دغه ولایت ارتباطات  یې دټوله چین سره قطع کړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب