حکومت: په کابل کې پر یوه روغتون وسلوال برید شوی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سهشنبه![Afghanistan Symbolbild Anschlag](https://static.dw.com/image/46916989_800.webp)
نن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۲مه نیټه) د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې وویل چې د کابل ولایت په غربي څنډه کې د بې پولو ډاکټرانو پر یوه کلینیک باندې وسلوالو برید کړی دی.
دغې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط د رویترز خبري آژانس ته وویل: «د بې پولو ډاکټرانو اړوند پر یوه کلینیک باندې برید روان دی. امنيتي ځواکونو د برید د مهارولو له پاره کار کوي. دغې سرچینې وویل چې ښايي په همدې وخت کې د عامې روغتیا د وزارت معین له دغه کلینیکه لیدنه کوله.»
په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه هم دغه برید تائیدوي خو د تلفاتو په هکله یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.
تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې برید چا کړی او څومره تلفاتت یې رامنځ ته کړي دي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان هم تر اوسه پورې د دې برید په هکله څه نه دي ویلي.