1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د القاعده عربي څانګې خپل نوی مشر ټاکلی دی

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

په عربي هیوادونو کې د القاعده شبکې فعالې ډلې د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د دغې څانګې د مشر قاسم الریمي د وژل کیدو د تائید ترڅنګ د دغې ډلې له پاره نوی مشر ټاکلی دی.

al-Qaida-Führer Qassim al-Rimi wurde im Jemen getötet
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Stringer

د جهادي فعالیتونو د څارونکي ګروپ (SITE) انټرنټ پاڼې د رپوټ له مخې په عربي هیوادونو کې د القاعده شبکې فعالې څانګې (ای کیو ای پي) د خپل مشر قاسم الریمي وژل کیدل تائید کړي او خالد سعید بن عمر باطرفي یې د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.

نوموړي انټرنټ پاڼې ویلي دي چې دا اعلان په عربي هیوادونو کې د القاعده شبکې د مذهبي چارو تنظیمونکي حامد بن حمود التمیمي د یوه غږیز پيغام له لارې کړی دی.

د القاعده داخلي کړۍ او دغې شبکې ته نور نږدې ملګري یې باطرفي د ابو مقداد الکندي په نوم یادوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د فبرورۍ میاشتې په شپږمه نیټه اعلان کړی وو چې قاسم الریمي په یمن کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. القاعده په رسمي ډول دا خبر نه وو تائید کړی. نوموړي جهادي ډلې د فبرورۍ په ۲۳ نیټه د قاسم الریمي وژل کیدل تائید کړ.

امریکا متحده ایالات د اسامه بن لادن له خوا د جوړې شوې ترهګرې شبکې القاعده دغه څانګه ډیره خطرناکه بولي. د القاعده شبکې دغې څانګې د امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د سمندري روزنې په یوه مرکز کې د سعودي پوځیانو له خوا د برید مسئولیت هم منلی وو. په دې برید کې یوه سعودي افسر درې تنه پوځیان وژلي وو.

په یمن کې چې د سیاسي بی ثباتۍ ښکار دی دغې ډلې د تیرو څو کلونو راهیسې په څو ځایونو کې بریدونه کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ س،ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب