1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه يي په ايران کښي دلانجمن محبس د تړلو امر ورکړی دی

۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبه

داسي ښکاري چه په ايران کښي مخالف اپوزيسون دمخ پر ډيريدونکي ملاتړ سره مخامخ کيږي ،او جمهوررييس احمدي نژادبيا هم د انتقادونوسره ...

انځور: AP

دايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه يي پرون د سه شنبې په ورځ د تهران سهيل ته د کهريزک نومي جېلخانې د بنديدو حکم وکړ. دليل يې د بنديانو د حقونو ښه نه مراعتول ښودل شوی دی . په دې جېل کې اکثره هغه کسان پراته وه، چې د احمدي نژاد د بيا ټاکل کېدو پرضد په مظاهرو کې نيول شوي وو. ښايي هلته يو شمېر بنديان د ناڅرگندو علتونو له کبله مړه شوي هم وي .

حتی د دوشنبې په ورځ لا د ايران قاضی القضات حکم کړی ؤ، چې د يوې اونۍ په ترځ کې بايد د بندي مظاهره کوونکو برخليک وټاکل شي . اوکه چېري سخت اتهامونه او تورونه نه وي پرې لگېدلي، نو بايدد ضمانت په بدل کې خوشي کړل شي . د دې کار د پاره يو درې کسيزه کمسيون وټاکل شو، کوم به چې د بند حالات څېړي او يو رپوټ به ترې چمتو کوي .

ويل شوي دي ، چې د سه شنبې په ورځ ښايي د ښځو د حقونو ايرانۍ پلوۍ ميرمن شادي صدر هم له بنديخانې څخه وتلې وي . دا مدافع وکيله، د کومې د آزادونې په خاطر چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير او د آلمان د مدافع وکيلانو ټولني هم کوششونه کول، 10 ورځي مخکې د سړک له سر څخه يووړل شوه .

له بله پلوه داسي رپوټونه راځي، چې محمود احمدي نژاد د محافظه کارانو لخواد مقاومت سره مخامخ دئ . يو شمير نرمښت پلوه ورځپاڼو رپوټ ورکړی دی ، چې د ايران اولسمشر په نظرکې لري، گڼ شمېر وزيران بدل کړي، ځکه چې هغوی مخکې ډېر زيات له روحاني مشرتابه سره اړيکي نيولې . خود استخباراتي چارو د وزير تر تغير وروسته يې، له دې کار څخه لاس نيولی دی . اوکه چېرته جمهوررييس نور وزيران هم تبديل کړي، نو بيا به د ځانگړو اصولو له مخي دې ته اړ وي، چې خپله ټوله کابينه له سره د پارلمان په وړاندې ودروي او د هغوی هوکې واخلي . مگر په هغه صورت کې - ويل کيږي - چې د ځينو کانديدانو د پاره په پارلمان کې ملاتړ نسته .

انځور: AP

تر اوسه پوري د مخالف مشر مير حسين موسوي لخوا، د په مظاهرو کې وژل شوو کسانو د يادون په خاطر، د پنجشنبې ورځې ته د دعاکولو او فاتحې اخيستو اجازه نه ده ورکول شوې . موسوي ويلي دي، چې په دې غونډه کې به کوم سياسي شعار نه ورکول کيږي او يوازي د قرآنکريم آيتونه به لوستل کيږي . د پنجشنبې په ورځ د محصلې ندا آغا سلطان د وژل کېدو څلوېښتي ده، کومه چې د زيات شمېر مظاهره چيانو د پاره، د جمهوري رياست دانتخاباتو پر ضد د مبارزې د مثال نمونه جوړوي . مسوي دا غونډه د حکومت د پاره د يوې آزموينې په توگه نومولې ده، کومه چې پرته له رسمي اجازې څخه غيرقانوني گڼل کيږي .

اولريښ پيک/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب