1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خان: «د یوه جنگ په صورت کي خراب حالت ته تیارئ ولرئ»

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

د پاکستان صدراعظم د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته يوه احساساتي وينا واوروله. د هغه په خبره «که د اټومي وسلو درلودونکئ هیواد تر اخره پوري وجنگیږي، نو هغه عواقب هم لري.»

USA New York UN Generalversammlung | Imran Khan
انځور: Reuters/L. Jackson

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي د خپلي لمړنۍ راظاهریدني پرمهال د ملگرو ملتونو څخه وغوښتل، چي د کشمیر په مسأله کي مداخله وکړي. په غیر دهغه ددواړو اټومي قدرتونو تر منځ دیو بل جنگ احتمال سته. په خبره یې «که څه هم سړی د یوه ښه حالت امیدواري لري، خو که هرڅه خراب جریان پیدا کړه، نو یوه بد حالت ته تیارئ ولرئ.»

د هندوستان صدراعظم کشمیر ته هیڅ اشاره ونه کړه

عمران خان خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او وویې ویل، چي په کشمیر کي نظربندۍ ته باید خاتمه ورکول سي او خودمختاري یې بیرته احیأ سي. هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷م کال کي د بریتانیا څخه د استقلال تر اخیستلو وروسته درې واره جنگونه سره کړي دي، چي دوه یې د کشمیر پر سر وه.

دواړه اټومي قدرتونه د کشمیر یوه برخه په اختیار کي لري او دریمه یې په چین پوري مربوط ده. د همدې عیسوي کال د اگست میاشتي په سر کي هندوستان ددغه هیواد تر کنټرول لاندي کشمیر خودمختاري موقف له منځه یووړئ او په دې ډول سره یې د پاکستان سره مناسبات ډیر زیات خراب سول.

 

دا چي د هندوستان صدراعظم نارندرا مودي د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي دخپلي بیانیې پرمهال کشمیر ته هیڅ اشاره ونه کړه، عمران خان ډیره «ظالمانه» وبلله. په خبره یې مودي کشمیریان یوازي د خپلي «خودخواهۍ» له وجهي نظربنده کړي دي. «او څه به پیښ سي،چي که دغه نظربندي پای ته ورسیږي؟ مودي تر پایه پوري د هغه فکر ندی کړی» او د دغسي یوه حالت د رامنځته کیدو په صورت کي یې د یوه «قتل عام او سختي ویني تويیدو» څخه خبرداری ورکړ.

انځور: Reuters/D. Siddiqui

امريکا پر هندوستان باندي فشار لوړ کړی دی

عمران خان وویل، چي « د پاکستان او هندوستان تر منځ په یوه جنگ کي هرڅه پيښیدلای سي.» ده اضافه کړه، « موږ څشي باید وکړو؟ دا پوښتنه ماهم د ځان څخه کړې ده او نتیجه داچي موږ به وجنگیږو. که د اټومي وسلو درلودونکئ یو هیواد تر اخره پوري وجنگیږي، بیا نو هغه عواقب هم لري، چي تأثیرات به یې تر سرحدونو دباندي هم احساس سي«.

همدا تیره پنجشنبه (د سپټمبر ۲۶ مه) د امريکا متحده ايالاتو د هندوستان د حکومت څخه وغوښتل، چي د کشمیر خودمختاري بیرته اعاده کړي.د امریکا د خارجه وزارت یوې نمایندې وویل، چي د واشنگټن حکومت دنوي ډیلي څخه د « یوه عاجل اقدام» د سرته رسولو او همدارنگه په کشمیر کي د بندي سوو کسانو د ازادیدو امیدواري لري.

دې د امریکا د جمهوررييس دونالد ترمپ پر هغي امادگۍ باندي هم ټینگار وکړ، چي د همسایه اټومي قدرتونو، پاکستان او هندوستان په شخړه کي وساطت وکړي، البته په هغه صورت کي چي دواړه خواوي یې وغواړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب