1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريالان: په افغانستان کي مخابراتي شبکو کار پيل کړی

۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه

له درې ورځیني بندښت وروسته افغانستان کې مخابراتي شبکو او انټرنېټ کار پیل کړ. دغه ځنډ د نوري فایبر انټرنېټ له بشپړ پرېکون سره هم‌مهاله پیل شو، چې ورسره مخابراتي شبکو هم کار پریښی و.

خبريالان: په افغانستان کي مخابراتي شبکو کار پيل کړی
خبريالان: په افغانستان کي مخابراتي شبکو کار پيل کړیانځور: Wakil Kohsar/AFP

د افغانستان  له بېلابېلو ولایتونو څخه خبریالانو پر خپلو فیسبوک پاڼو او د خبریالانو په ګروپونو کې لیکلي، چې په سیمو کې یې د سلام او روشن مخابراتي شبکو او ورسره انټرنیټ بیا کار پیل کړی دی.

فرانس پریس خبري اژانس هم افغانستان کې د خپل خبریال له قوله لیکلي، چې د دغې هېواد په سویل کې دولتي ګرځنډه مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړ.

اړوند: ملګري ملتونه: د انترنيت قطع کول بحرانونه لاپسې ډېروي

تر دې دمه له کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، غزني، هرات، کونړ او نورو سیمو د مخابراتي شبکو د بیا پیلېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ویل شوي، چې تر اوسه یوازې د سلام او روشن مخابراتي شبکې فعالې شوي دي.

دویچه ویله هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو ادارې نظر واخلي، خو له هغوی سره اړیکه نه ټینګېدله.

ځینو سرچینو لیکلي، چې په افغانستان کې د ځینو مخابراتي شبکو د فعالیت پیلولو اجازه له کابله د طالبانو ادارې رئیس الوزرا ورکړې، خو لا هم په دې اړه طالبانو کوم څه نه دي ویلي.

سادات: پر انټرنټ بندیز د افغانستان لپاره توره دوره ده

15:35

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل