ختيځه افريقا د بېسارې لوږې سره مخامخ ده
۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبهد المان ولسمشر کرسټيان ؤلف په برلين کي د وينا پر وخت پر المانيانو ږغ کړی دی چي په خلاص لاس د ختيځي افريقا سره مرستي وکړي. نوموړي وويل چي ختيځه افريقايي هيوادونو د سخت لوږي سره مخامخ دي او دا چي المانيان بايد په بسپنه راټولولو کي په لوړه کچه برخه واخلي. ؤلف زياته کړې چي پدې توگه ښايي د لوږه ځپلي هيوادونو د اغېزمنو سوؤ خلکو درد او رنځ لږ را ټيټ سي.
ولسمشر کرسټيان ؤلف د ملگرو ملتونو لخوا په رسمي توگه دغه سيمه د لوږې د فاجعې سره مخامخ اعلانولو څو ورځي وروسته پر المانيانو د بسپنې ږغ کوي. د ملگرو ملتونو او نړۍ والو اصولو له مخي هغه وخت يوه سيمه په رسمي توگه لوږه ځپلې سيمه اعلانيږي چيري چي تر 30 فيصدو څخه زيات ماشومان په دوامداره توگه د لوږي سره مخامخ وي. د دې تر څنگ هغه سيمه هم په نړۍ واله توگه د لوږې د فاجعې سره مخامخ پېژندل کيږي چي هر ورځ پکښي د دوؤ او لسو زرو تر منځ انسانان د لوږي له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي.
د مرستندويه ټولنو د شمېرو له مخي په ختيځه افريقا کي څه باندي 11 مليونه انسانان د لوږي سره مخامخ دي چي پکښي په لسگونو زره تر مخه لا د لوږي مړه سوي دي. د صوماليه هيواد چي د کلنو راهيسي پکښي کورنۍ جگړه روانه ده د نورو هيوادونو پر پرتله تر ټولو زياته د لوږي د ستونزې سره مخامخ ده. په نوموړي هيواد کي څه باندي 37 لکه انسانان په سمدلاسه توگه و مرستو ته اړتيا لري. خو توندلاره اسلامپاله ډله الشباب چي د صوماليا لوږه ځپلي سيمي تر واک لاندي لري تر اوسه لا و مرستندويه ټولنو ته د دې اجازه نه ورکوي چي پدغو سيمو کي د لوږو سره کومک وکړي. د صوماليا تر څنگ په ايتوپيا، کېنيا او سوډان کي هم انسانان د 60 کالو راهيسي د تر ټولو سترې لوږي سره مخامخ دي. پدغو سيمو کي د څو موسمونو راهيسي بارانونه ندي سوي.
په عيني حال کي د ملگرو ملتونو د خوراک نړۍ والې مؤسسې اعلان کړی دی چي په راتلونکو ورځو کي به د صوماليا و پلازمېني موگاديشو ته يو هوايي پول جوړ کړي. پدې ترځ کي به هره ورځ د صوماليا د ماشومانو لپاره خوراکي توکي د الوتکو په مرسته و موگاديشو ته لېږدول کيږي.
د صوماليا هيواد څخه هره ورځ په زرگونو انسانان و کېنيا ته مخه کوي چيري چي د کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو ستر کېمپ جوړ سوی دی. د داداب نومي دغه کېمپ د اوسېدونکو شمېر اوس نيم مليون ته رسېدلی دی. هغه پداسي حال کي چي دغه کېمپ د 90 زرو کډوالو لپاره جوړ کړل سوی ؤ.
د ملگرو ملتونو ادارې ويلي دي چي که د وچکالۍ او لوږي سره مخامخ دغو افريقايي هيوادونو سره ژر تر ژره مرسته ونه سي نو ښايي يوه ستره فاجعه رامنځ ته سي چي ښايي په لسگونو زره انسانان پکښي د لوږي قربانيان سي.
احمدولي اچکزی/ آژانسونه
کتونکی: مسعود جهش