پاکستان سفارت ته د ختيځو ولايتونو پرانيستی ليک
۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبهافغان چارواکو یو ځل بیا پر پاکستان باندې تور لگولی دی چې له خاورې څخه یې پر افغانستان باندې د توغندیو بریدونه کیږي خو د پاکستان حکومت وایي چې د دغو توغندیو په واسطه هغه یاغیان په نخښه کوي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري.
نظام الدین ملیار هم یو له هغو کسانو څخه وو چې د پنجشنبې په ورځ يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته دغه لیک واستوه. هغه رسنیو ته وویل: «د کونړ ولایت اوسیدونکي د پاکستان له نوي لومړي وزیر څخه غواړي چې د توغندیو بریدونه ودروي او هغه جگړه پای ته ورسوي چې اوس په افغانستان کې روانه ده.»
ښاغلي ملیار وویل چې د پاکستان سفارت ته د دغه لیک استول یو ولسي خوځښت دی او له کومې ډلې او یا هم گوند سره ارتباط نه لري. په کابل کې د پاکستان سفارت ته د دغه لیک د سپارلو په موخه د افغانستان د ختیځو ولایتونو شاوخوا ۵۰ تنه استازي کابل ته راغلي ول. دغو کسانو همداراز د پاکستان له نوي حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټينگښت له پاره له دې هیواد سره مرسته وکړي.
د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر کونړ، نورستان او ننگرهار ولایتونو باندې د توغنديو احتمالي بریدونه درې کاله مخکې پیل شول او د افغانستان د خلکو او حکومت پر نیوکو سربیره اوس هم دوام لري.
افغان دولت ویلي دي، په هغه صورت کې چې دغه احتمالي بریدونه و نه دریږي نو له کبله به یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي. په همدې حال کې ښاغلي ملیار وویل چې دغو بریدونو ډیر مالي او انساني تاوانونه اړولي دي: «له درو کلونو راهیسې د توغندیو دغه بریدونه روان دي. تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰ کسان شهیدان شوي دي، ډیر کورونه ویجاړ شوي دي او ډیر نور تاوانونه یې اړولي دي.»
د افغانستان د ختیځ ولایتونو اوسیدونکو د پاکستان له نوي لومړي وزیر نوازشریف، څخه غوښتي دي چې د پخوانیو سیاستونو پر ځای په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت له پاره کار وکړي.
د ستونزې سوله ییزه حل لاره
هغو کسانو چې د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه د پاکستان سفارت ته د دغه پرانیستي لیک د سپارلو له پاره راغلي ول، داسې شعارونه له ځانه سره لیږدول چې پکې د پاکستان له نوي لومړي وزیر څخه غوښتل شوي ول چې د افغانستان په برخه کې خپل سیاست بدل کړي.
په همدې حال کې د نړیوالو چارو کارپوهان وایي چې افغانستان او پاکستان کولای شي خپلې ستونزې د خبرو اترو له لاري حل کړي. د کابل پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد اکرم عارفي، وایي چې افغانستان او پاکستان کولای شي د اسلامي هیوادونو او نړیوالي ټولنې له لارې خپلې سرحدي شخړې حل کړي. هغه زیاتوي: «دغه دوه هیوادونه دې یا د اسلامي او یا هم یوه غیر اسلامي هیواد له لارې خپل نظرونه سره شر يک کړي او خپل اختلافات دې له منځه یوسي.»
د ښاغلي عارفي په خبره دواړه هیوادونه نه شي کولای چې د سرحدي نښتو او پر یو بل باندې د تورونو لگولو له لاري خپلي ستونزې حل کړي.