د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د چهار شنبې په ورځ کابل ته په رسېدلو سره پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د داعش پر ضد وروستیو عملیاتو د دې ډلې د خراسان څانګه خورا ځپلې ده. نوموړی په دغو عملیاتو کې د امریکايي او افغان ځواکونو ترڅنګ د طالبانو رول هم اغېزمن بولي.
زلمي خليلزاد پر خپله تويتر پاڼه ليکلي: «په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بیلګه ده، د امريکا، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو او دغه راز طالبانو له خوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش – خراسان سیمه او جنګیالي وبایلل او په سونو یې تسلیم شول.»
خلیلزاد زیاته کړې ده چې سره له دې چې د داعش خراسان څانګه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، خو دا یې پر وړاندې یو ریښتینی پرمختګ دی.
خليلزاد دا څرگندونې کابل ته په رسېدو سره کړي دي او داسي ښکاري چې ښايي سفر یې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیرته پیلولو سره کوم تړاو ولري.
يوه لوړ پوړي افغان چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «خلیلزاد په کابل کې دی او له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره به وگوري.» دغه چارواکي زياته کړې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو بیرته پيلول به د دې ليدنو کتنو په اجنډا کې شامل وي.
خو په کابل کې د امريکا سفارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.
د تېرې نوامبر میاشتې پر ۱۹ مه نیټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د داعش ماتېدو اعلان وکړ. غني هغه مهال ويلي ول چې په ننګرهار کې د داعش ماتېدل نه یوازې د ختیځ او افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه لویه لاسته راوړنه ده.
خو د داعش په ماتولو کې د طالبانو د رول پر ستاینې نېوکې هم شوي دي. د افغان پارلمان یوه پخواني غړي صالح محمد سلجوقي دوچه ویله ته وویل چې له طالبانو د داعش پر ضد د اغیزمنو عملیاتو تمه، افغان جګړه لاپسې کړکیچنه کولای شي. هغه وويل: «دا څرګندونې په دې مانا دي چې خلیلزاد او طالبان ګډ اهداف لري، دغسې څرګندونې په یو ډول طالبانو ته مشروعیت ورکول دي.»
څه موده مخکې د ننګرهار امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانوسره تسلیم شوي دي. دوې ورځې مخکې هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۴۹ نورجنګیالي هم افغان ځواکونو ته تسلیم شول. اچین د افغانستان په ختیځ کې د داعش پلازمېنه بلل کېده.
اسماعیل شاکر – کابل
زموږ له آرشيف څخه:
ننګرهار کي زيات شمېر داعش جنګيالي حکومت ته تسليم شوي
په ننګرهار کې د داعش ډلې له شپږ سوو څخه ډېر غړي، مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي. انځورونه يې دلته کتلای شئ:
انځور: DW/O. Deedarد ننګرهار چارواکي وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې خلاف د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیات روان دي، چې پکې داعش ډله د اچین ولسوالۍ له غرنیو سیمو ویستل شوې ده او ډيورنډ کرښې ته څېرمه لږې غرنۍ سیمې پاتې دي، چې لږ وخت کې به هغه هم تصفیه شي.
انځور: DW/O. Deedarد ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد کریم نیازی وآيي، دغو عملیاتو کې چې ډېر ښه پر مخ ځي ګڼې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوي او تر دې دمه د داعش ډلې د وسله والو غړو په شمول د هغوی له شپږو سوو ډېرې مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي
انځور: DW/O. Deedarجنرال نیازی وايي، دغو تسلیم شویو کې ډېر یې د خیبرپښتونخوا د اورکزیو، پېښور او پنجاب، د کندوز او کونړ ولایتونو اوسېدونکو تر څنګ ګڼ شمېر ازبک کسان هم شته دي.
انځور: DW/O. Deedarد کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ملي اردو یو سرتېری اسماعیل وايي، د خپلې سیمې یوه کس ته یې خور ورکړې وه، چې له تېر یو نیم کال راهیسې د اوښي او خور هېڅ درک نه لګېده. دی وايي، وروسته مالومه شوه، چې اوښي یې خور له ځانه سره د ننګرهار اچین ته وړې او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
انځور: DW/O. Deedarاسماعیل وايي، څو ورځې مخکې یې خور کور ته زنګ وهلی و، چې هغه اچین کې ده او غواړي کور ته لاړه شي. دی وايي، اوس یې خور له خپلو دوو بچیانو سره حکومت سره ده او تمه یې ده، چې دوی ته به یې تسلیم کړي. هغه زیاتوي چي پر خور یې ډېرې سختې تنګې تېرې شوي او ډېره زورېدلې ده.
انځور: DW/O. Deedarد خبريالانو له ورتګ سره د اچین په مهمند دره کې له سلو ډېرې مېرمنې او ماشومان د افغان ځواکونو قرارګا سره نیږدې یوه مسجد کې ساتل کېدلې، چې وروسته یې بیا ولایت مقام ته سپاري. خبريالانو کوښښ وکړ، چې له مېرمنو او د هغوی له ماشومانو سره خبرې وکړي؛ خو ډېری مېرمنو آن د کامرو په لیدو ژړل او داسې ښکاره کېدلې، چې په خپل راتګ پښېمانه دي.
انځور: DW/O. Deedarډېرو ماشومانو او مېرمنو یوازې د خپلو سیمو نومونه اخستل. همدا نن يکشنبې (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۷مه) بیا د ننګرهار په ملي امنیت ریاست کې د داعش ډلې د کورنیو او د هغوی د ماشومانو دوه سوه کسیزه جوپه رسنیو ته ښودل شوې ده.
انځور: DW/O. Deedarپه يوه خبري ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل رسنیو ته وویل چي ننګرهار کې داعش ډله ماته شوې او نورو ولایتونو ته هېڅ ډول خطر نه شي جوړولی.
انځور: DW/O. Deedarورته مهال طالبانو ویلي، په ننګرهار کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او تر اوسه د دغې ډلې د کورنیو څه باندې اته سوه غړي، د هغوی په وینا، »حکومت له طالبانو ژغورلي دي.«
انځور: DW/O. Deedarننګرهار په افغانستان کې د داعش ډلې تر ټولو مهم سنګر بلل کیږي، خو حکومت ادعا کوي چې اوس یي د دې ډلې قوت لمنځه وړی دی.
انځور: DW/O. Deedar