1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختک نه دی شوی

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

زلمي خليلزاد په يکشنبه (د فبروري ۲مه) په کابل کي له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره کتلي دي. هغه يوه ورځ مخکي د ولسمشر غني سره د ليدلو پر مهال ويلي وو چې طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې د پام وړ پرمختک نه دی شوی.


Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد په دوحه کې له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته، تر بروکسل او اسلام آباد وروسته د شنبې په ورځ کابل ته راغی او هلته يې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.
 

د آلمان خبري آژانس له کابل څخه د يکشبنې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ دوهمه) ليکي چې زلمي خليلزاد، د شنبې په ورځ افغان ولسمشر سره د ليدلو پر مهال، په دوحه کې د طالبانو له استازو او له پاکستاني چارواکو سره د خپلو ورستيو ليدو کاتو او خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې اړه د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د زلمي خليلزاد له قوله ويل شوي دي چې «طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.»

ارګ د زلمي خليل زاد له قوله ليکي چې چې نوموړي له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وويل: «موږ د طالبانو له خوا د اوربند او يا د تاوتريخوالو د کمولو په اړه يوه داسې روښانه ځواب ته چې هغه د افغانستان خلکو له پاره د منلو وړ وي، په تمه يو.»

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي د يکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي يو والي حکومت له اجرائيه رئيس، داکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي. د عبدالله دفتر ويلي دي چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د واشنګتن د هلو ځلو او د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په اړه خبرې کړي دي.

افغان چارواکي د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د وروستي توافق له رسیدو څخه د مخه د «تاوتريخوالو د کمولو» او د يو عمومي اوربند پر سر موضوعاتو کې سره اختلافات لري.

عبدالله تيره اوونۍ ويلي وو چې د سولې مذاکراتو په اړه بايد هيڅ څوک شرايط ونه ټاکي، په داسې حال کې چې غني پر عمومی اوربند باندې خپل ټينګار ته ادامه ورکوي.

د عبدالله د دفتر په حواله، زلمي خليلزاد د يکشنبې ورځې په کتنه کې اجرائيه رئيس ته ويلي دي چې امريکا دغه اصل ته ژمنه ده چې له دې مخکي چي د طالبانو سره يو تړون لاسليک سي، نو مخکي له مخکي به يې شرط د تعريف سوي او منلو وړ د تاوتريخوالي کمول او ځانګړی ميکانيزم وي.

DPAE/KS/AWA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل