خلک د واشير ولسوال د ليري کولو غوښتنه کوي
۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبهد واشير ولسوالۍ قومي مشرانو او اوسيدونكو په لښكرگاه ښار كي خبريالانو ته ويلي دي، چي ددوى ولسوال محمد داود نورزى د امنيت او بيارغاوني په كارونو كي پاته راغلى دئ.
دوي وايي، چي د لسوال يوازي خپلو شخصي گټو ته پام اوښتی دئ، ځکه ئې نو له دندې څخه د لیري كولو غوښتنه كوي.
د واشيرولسوالۍ اوسيدونكو په لښکرگاه کي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، چي هغه ژمني چي د حکومت له خوا دوی ته ورکړل سوي دي، ټولي د کاغذ پرمخ پاته دي.
د واشير ولسوال محمد داود نورزى، د خلکو نيوكي پرځاى بولي او وايي، چي له ولسوالۍ څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دولت په بوديجه د بيا رغاوني کارونه امکان نه لري.
خو ولسوال وايي، چي خلک اوس، ځکه څخه شکايت کوي، چي ځينو قومي مشرانو د دولت د وسله والو مخالفينو په غوښتنه له ده څخه د سل زره جريبه دولتي مځكي د وركړي غوښتنه كوي. خو دی وايي زه ئې د ورکړي صلاحيت نه لرم.
د ده په خبره، كله چي په لومړي سر کي ياده ولسوالي د دولت له وسله والو مخالفينو څخه ازاده سوه يو شميرپروژې چي د كاريزونو پاكولو په برخه كي وې تر سره سوي دي. خو د نورو پروژو د ترلاسه كولو په موخه پلانونه سته چي په راتلونکې كي به عملي سي.
واشير ولسوالي د لښكرگاه په شمال لويدځ ۸۰ کيلومترۍ کي ليري پرته ولسوالي ده چي پينځلس مياشتي پخوا د دولت له وسله والو مخالفينو څخه ونيوله سوه. خو دمخه تر دې چي امنيتي مسئوليت ئې افغان ځواک ته ورسپارل سي بهرني ځواکونه ځني ووتل.
څو ورځي وړاندي د هيلمند ولايت د هغو ولسواليو اوسيدونکو هم شکايت وکړ، چي امنيتي چاري ئې افغان امنيتي ځواک ته سپارل سوي دي.
له هيلمند څخه د اضافي امريکايي عسکرو له وتلو سره، د ځايي اوسېدونکو په خبره امنيتي پيښي ډيري سوي دي، او خلک ډير په انديښنه کي دي.
د کارپوهانو په خبره افغان ځواکونه لا تراوسه پوري د دې توان نه لري، چي امنيتي چارو ته دي په يوازي سره اوږه ورکړي.
په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي، او امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک ته وسپاري.
مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل