خلک: د کابل بانک غچ زموږ څخه مه اخلی
۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبهتيره ورځ د ماليي وزير حضرت عمر ذاخيلوال وويل چي يو شمير نړيوالو مرستندويانو د کابل بانک د لانجي وروسته له افغانستان سره خپلي مرستي ځنډولي دي او که حالت همداسي دوام وکړي تر دريو مياشتو پوري به د افغانستان بوديجه خالي سي او دوی به له مالي ستونزو سره لاس او ګريوان سي.
پر افغان حکومت نيوکه کيږي چي بايد يي د کابل بانک د بحران مخ نيوی له پيښي دمخه کړی وای، په داسي حال کي چي حکومت په مليونونو ډالره د دغه بانک د ژغورني لپاره له حکومتي بودجي څخه لګولي دي.
د نړيوال بانک، د پيسو د نړيوال صندوق او همدا راز د ناروې هيواد مرستي هغه مهال له افغانستان سره وځنډيدې، چي افغان دولت د کابل بانک د لانجي په برخه کي ددغو مرستندويانو قناعت د افغان دولت له لوري پوره نه کړای سوای.
پلازمېنه کابل، چي ډيری اوسيدونکي يې د حکومت مامورين دي د ذاخيلوال له دغه خبر داري وروسته له يو ډول نوي اقتصادي بحران سره مخامخ کيدونکي ښکاري.
د ښار په لارو کوڅو کي له تيري ورځي راهيسي د حکومت د بودجي د تشيدو په اړه د خلکو تر منځ خبري اتري رواني دي.
يو شمير خلک وايي چي په دي کار سره به لويه ضربه حکومتي مامورينو ته ورکړل سي ځکه د هغوی هر څه په معاش ولاړ دي او که معاش ور نه کړل سي نو د دوی اقتصاد به سقوط وکړي بيا نو نه پوهيږي چي څه به رامنځ ته سي
د کابل د منډيي په کوڅه کي د کار ټولنيزو چارو وزارت يوه کارکونکي صديق الله دويچه يله ته وويل چي حکومت بايد نړيوالي ټولني ته د کابل بانک د مسلي په اړه قناعت ورکړي، تر څو له افغانستان سره خپلي مرستي و نه ځنډوي که نه نو زيات تاوان به ولسي خلکو او په خاصه توګه حکومتي مامورينو ته ورسيږي.
د کابل يو بل تن اوسيدونکی، چي څرخي پله په بازار کي د لرګو دوکان لري وايي له تيرو څو مياشتو راهيسي چي د توکو بيي لوړي سوي د دوی کاروبار په ټپه دريدلی.
محمدقربان وايي د دوي مشتريان د حکومت مامورين دي، چي اقتصادي حالت يي له اوله هم چندان ښه نه وو او که چيري حکومت له مالي بحران سره مخ سي نو د هغوی کورنۍ اقتصادي نظام به سقوط وکړي.
د کابل د اقتصاد د پوهنځي ښونکی سيد مسعود وايي، حکومت په تيرو څو کلونو کي و نه کړای سوای چي خپل ګمرکي نظام ته سمون ورکړي او عوايد مرکزي کړي، نو که نن وي که صبا له افغانستان سره هرو مرو د نړيوالي ټولني مرستي په ټپه دريږي او بيا به څه کوو.
ښاغلي مسعود په دې باور دی چي که چيري افغان دولت په خپله پر پښو و نه دريږي په پرديو مرستو به تر کله پوري افغانان تکيه کوي او دغه مرستي تر ابده نه وي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل