1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلک له ډاکترانو خو ډاکتران له حکومته شکایت کوي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان د لویدیځ زون اوسیدونکي په دولتي روغتونونو کي له بې نظمۍ شکایت کوي او واېې پر وخت یې تشخیص او درملنه نه کیږي. دوی وايي د شپې په ډیرو روغتونونو کي ډاکتران نه وي او ناروغان شخصي کلینیکونو ته غوښتل کیږي.

Afghanistan Kabul | Krankenhaus
انځور: Sayed Mominzadah/Xinhua/picture alliance

د افغانستان د ځينو ولايتونو اوسېدونکي په روغتيايي مرکزونو کې د روغتیاېې خدماتونو د وړاندې کولو له څرنګوالي شکايت کوي او واېې چې پر وخت د ناروغيو نه تشخيص، د ډاکترانو کمښت، تاریخ تیر شوې او بې کیفیته درمل او له دولتي روغتون څخه شخصي روغتون ته استول کیدل ېې په اوسني کړکیچن اقتصادي وضعیت کي ځوروي.

نذیر احمد د هرات اوسیدونکی وايي ځیني ډاکترانو د ناروغانو سره داسې چلند کوي چې ګوندي دوی د پیسو پر خزاني ناست وي: «ځينو ډاکترانو له طبابت څخه تجارت جوړ کړی. دوی په دولتي روغتون کي کار کولو ته زړه نه ښه کوې ناروغان خپلو شخصي ځایونو ته غواړي، ټول خلګ خو پیسې نه لري چې په شخصي روغتون کي درملنه وکړي دا د ډاکترانو له خوا یو ظلم دی چې پر بیوزله کسانو کیږې. باید مخه يې ونیول شي.»

د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د امیندوارو مېرمنو ستونزمن وضعیت

دا چې یوشمیر ډاکتران زړه نه ښه کوې چې په دولتي روغتون کي کار وکړي دا خبره د نیمروز ولایت متخصص ډاکتر اسحاق نورزی  تائید وي. د هغه په خبره اوس ډاکټرانو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي، د ټولني د مشکلاتو سره د دوې مشکلات هم ډیر شوې او دوی په لږو پیسو خپلې ورځنۍ اړتیاوې نه شې پوره کولاې، نو مجبور دي چې د حکومتي روغتونونو پر ځاې شخصي کاروبار ته مخه کړي: «د ډاکترانو هم کورنۍ ترغاړه دي چې دوې ته معاش پر وخت ور نه کړل شي څه به کوي. ځیني وختونه په دولتي روغتون کي د دولتي ارګان کسان راځي که عاجل مریض درته پروت وي ته باید د ده مریض وګوري له زوره کار اخیستل کیږي ځیني ډاکترانو پنځه ځلې امتحان ورکوي نه کامیابه کیږي. په ټول شفت کي یو ډاکتر استخدام کیږي، نو ډاکتر څرنګه په دولتي روغتون کي کار وکړي؟ یا به وظیفه پریږدي یا به شخصي کاروبار کوي یا به هم له وطن څخه وتلو ته مجبوره کیږي.»

د کارپوهانو په خبره افغانستان داسې یو هیواد دی چې د روغتیا کچه ېې ټیټه او د روغتیاېې خدماتو اړتیا پکې لوړه ده، خو لا هم په دې هیواد کي په خصوصي او دولتي سکتور کي د روغتیايي خدمتونو ډول له معیاري کچې ډېره ټیټ دی چې خلګ یې د ډیرو وړو ناروغیو او تشخیص له پاره بهرنیوهیوادونو ته سفر کوي.

په افغانستان کي طبي سامان آلات یوازي څو ورځي کفایت کوي

د فراه ولایت اوسیدونکي خان محمد چې د هرات حوزوي روغتون ته یې خپل ناروغ ورور انتقال کړی دی، وايي چې د دوی په ولایت کي خو نه په دولتي او نه په شخصي شفاخانو کي امکانات شته او هلته د هر مریض تشخیص نه کیږي. خو په هرات کي چې بیا لویه دولتي شفاخانه سته رسیدګي نکیږي. نو سړی مجبوره کیږي چې خصوصي شفاخانو ته ولاړ سي: «څلور ورځي کیږې چې ناروغ مي بستر دی دلته ملګرتیا، قومیت او شناخت پالل کیږي، د حوزوي روغتون دواخانه کي ډیري نسخې نه اجرا کیږي بیرون مو لیږې دباندي دوا ګرانه او موږ یې د اخیستو توان نه لرو یا هم ځیني ډاکتران واېې که غواړې چې ناروغ دي ښه شي پلاني کلينیک ته ولاړ سه دا ځکه چې ډاکتران هلته هم کار کوي ګټه یې ده نو ځکه په دولتي شفاخانه کي کار ته زړه نه ښه کوي.»

بله خوا د هرات د ۶۵۰ بستریز حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر آصف جلالي په حوزوي روغتون کي روغتیاېې خدمات ښه وبلل زیاته یې کړه چې د روغتون ځيني اړتیاوي باید پوره شي تر څو روغتیاېې خدمات په لا ښه ډول تر سره شي: «زموږ پیشنهادات د روغتیاېې تجهیزاتو په برخه کي وه غوښتنه مو لیږلې ده، وعده راسره شوې چې حل به شي. د ظرفیت لوړوني په برخه کي مو غوښتنه لرل او د تشکیل د زیاتوالې چې هغه د پوره کیدو په حال کي دي.»

د یادونې وړ ده چې روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لازم نه لاسرسي، د درملنې لوړ لګښت، د روغتونونو ليرې والی، د صحي پرسونل کمښت، او د خلګو اقتصادي کمزورتیا هغه موارد دي چې له کلونو راهيسي افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

عتیق الله مطمئن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل