1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ناروغي شرم ګڼل؛ «خلک خپل مړي د شپې خاورو ته سپاري»

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

په افغانستان کې ډير خلک کرونا ناروغۍ ته د شرم په سترګه ګوري او هڅه کوي دغه ناروغي يې پټه وساتي. د دين يو عالم وايي که څوک خپله ناروغي پټوي او په نتيجه کې يې يو کس ناروغ او مړ شي، کتمان کوونکی يې په قتل کې شريک دی.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

په افغانستان کې د هرې ورځې په تيريدو سره د کرونا رسمي مثبتې پيښې او د مړينې ارقام يې د لوړيدو په حال کې دي. خو د دې سره سره چارواکي او ځينې عام خلک وايي چې خلک د دغې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا ادارو پر سپارښتنو باندې عمل نه کوي.

«د قرنطين ماتولو سره د مثبتو پيښو ډيريدل»

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ د عامې روغتيا ریاست د کرونا ناروغۍ د وقايې کميټۍ غړی داکتر نويد صديقي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پيښې وروسته له هغې مخ په ډيرېدو شوې چې په مزارشريف ښار کې د وري مياشتې په څلورمه لګول شوی قرنطين د غويي مياشتې په شلمه مات کړل شو.

داکتر نويد دویچه ويله ته وويل: «د کرونا مثبتو پيښو په ډيريدو سره او د قرنطين د وخت ښې تجربې ته په کتو، د مزارشريف ښار يو ځل بيا د لسو ورځو له پاره د غبرګولې له ۱۰مې تر۲۰مې پورې قرنطين شو.»

خو صديقي وویل چې خلک د قرنطين سربیره، د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا ادارو پر سپارښتنو باندي ډیر عمل نه کوي او دغې ناروغۍ ته د ننګ په سترګه ګوري: «خلک متاسفانه دغه ناروغۍ پټوي او هڅه کوي داسې وښيي چې سړې هوا وهلی او په دغسې ورته بهانو هغې ته د يوې بلې ناروغۍ نوم ورکړي.»

داکتر نويد صدیقي وايي خلک هڅه کوي خپل د کرونا ناروغۍ پټه کړيانځور: Privat

«د مړينې پيښې ډيرې شوي دي»

په نورو شمالي ولايتونو کې هم د دغه ولايت د اوسيدونکو په وينا ورته وضعيت دي. د کندز د علي آباد ولسوالۍ اوسيدونکی محراب حکيمي دویچه ويله ته وويل چې په وروستیو اوونيو کې په دغه ولایت کې په کرونا ويروس د ابتلا او د مړينو پيښې يې ډيرې شوي دي: «په ټولنيزو رسنيو او جوماتونو کې اوس د جنازې اعلانونه بيخي ډير شوي، اکثره مړه شوي کسان د پخو عمرونو خلک دي.»

د بدخشان ولايت اوسیدونکی سميع الله سیحون وايي، سربيره پر دې چې اوس د کرونا ناروغۍ او د مړينې پيښې يې ډيرې شوي، خو لا هم په دغه ولایت کې خلک د پخوا په څير د ودونو، جنازو او فاتحو په مراسمو کې په ډلييزه توګه اشتراک کوي.

خلک ولې د کرونا پر وړاندې بې پروا دي؟

سيحون وايي چې د فیض آباد ښار په واټونو کې هم د پخوا په څير د خلکو ګڼه ګوڼه ده: «خلک وايي موږ بې وزله يو، چې ښار ته راونه وځو او کار و غريبي ونه کړو نو څه وخورو؟»

د فیض آباد ښار په واټونو کې اوس هم د پخوا په څير د خلکو ګڼه ګوڼه دهانځور: Privat

د سيحون په خبره، د خلکو لږ پوهاوی، پر چارواکو بې باوري او د دوی خپله بې پروايي لوی لاملونه دي چې خلک د کرونا پر وړاندې جدي ونه اوسي.

هغه زياتوي چې په بدخشان کې هم خلک د کرونا ناروغي ننګ ګڼي او هغه پټوي: «دوی ځکه دغه کار کوي، چې خلک به ورڅخه فاصله نيسي او په تجريد کې به واقع کيږي.»

محراب حکيمي وايي په کندز کې هم ډير لږ خلک وايي چې د کورنۍ غړي يې د کرونا ناروغۍ درلوده. «اکثره وايي چې د زړه يا کومه بله ناروغي يې درلوده.»

د خلکو په خبره دوی ځکه دغه خبره پټوي، چې بيا يې د مړي د جنازې او فاتحې مراسمو ته يې د دوی د میل خلاف، ډير لږ خلک ورځي.

د اسلام دين څه حکم کوی؟

په بن ښار کې افغان دیني عالم او د قمر انستيتوت او بنسټ مشر، رحمت الله نوروز په دې اړه دويچه ویله ته وويل: «څرنګه چې د کرونا وبا پر وخت علماو د نورو لمونځونو ادا کولو کې د مصافي رعايتولو فتوا ورکړې همدغه حکم د جنازې په لمانځه کې هم صدق کوي.» نوروز وايي حتمي نه ده چې په اوس وخت کې چې د کرونا خطرناکه ساري ناروغي شتون لري، ډير خلک دې د جنازې په مراسمو کې ګډون او اوږه په اوږه ولاړ وي. هغه وايي: «ډير کم کسان هم کولای شي چې په يوه جنازه کې برخه واخلي.»

د قمر بنسټ او انستيتوت مشر، رحمت الله نوروزانځور: Quamar Foundation

نوروز زیاته کړه، خلک نبايد د کرونا ناروغي شرم وګڼي او ورڅخه منکر شي. هغه وايي: «کرونا یوه ساري ناروغي ده او څوک چې د دغې ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي، شهيد دی.»

هغه دا هم وویل که يو څوک د کرونا ناروغي لري او هغه پټوي او دا د دې لامل کيږي چې نور کسان ونيسي او هغوی مړه کيږي، هغه کس يې د قتل شريک ګڼل کيږي، چې ناروغي يې له خلکو پټه ساتلې وه.

«خلک خپلې جنازې د شپې خاورو ته سپارې»

د رپوټونو په اساس، په افغانستان کې د کرونا مثبتې پيښې ۲۰ زرو ته رسيدلي دي. خو چارواکي دا هم وايي چې د پيښو اصلي ارقام له رسمي هغو څخه ښايي په کراتو ډير وي.

د کابل والي محمد یعقوب حيدري په دې اړه وايي: «په کرونا ويروس د مبتلايانو شمیر د تصور څخه ورهاخوا دی. يوازې په کابل کې ښايي په میلیونونو کسان مبتلا شوي وي. د مړينې پيښې هم ډيرې دي او خلک خپلې جنازې د شپې له خوا خاورو ته سپاري»

محمد کريم صالح/ابراهيم خيل/ ا.ا

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب