1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد بیا اسلام اباد ته ځي، ولې؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

رپوټونه وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته ځي. نوموړی د سولې په بین الافغاني خبرو کې له پاکستاني چارواکو څه تمه لري؟

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې زلمی خلیلزاد به له دوحي څخه اسلام اباد ته ولاړ شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله باندي خبرې وکړي.

سره له دې چې د سفر پوره جزیات تراوسه نه دي ورکړل شوي، خو ناظرین وايي امریکا اوس هم په افغان سوله کې له پاکستان څخه د قاطع همکارۍ غوښتنه لري.

په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل، چي په بین الافغاني خبرو کې لاهم مغلقتیا شته.

ده زیاته کړه:« زما نظر دادی چې امریکا هم دا مني چې په خبرو کې به مشکلات وي، پاکستان او امریکا بیا پردې مسله یو مفاهمه سره لري چې که چېرې پيچلي موضوعات رامنځته شي نو پاکستان به همکاري کوي.»

دغه پاکستانی خبریال زیاتوي چې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې هم کله چې ولسمشر ټرامپ د طالبانو سره خبرې قطع کړې، نو د هماغه کال په اکتوبر کې بیرته د پاکستان په همکاری خبرې پيل شوې.

ایا سبا به مرکچې پلاوي مذاکرات پيل کړي؟

هاخوا د قطر څخه رپوټونه وايي، چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچې پلاوي د تماس ډلو خپل منځي ناستې د پرون څخه پيل کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس کمیټو پرون ماښام تر لمانځه وروسته ناسته سره درلوده، په ناسته کې د راتلونکو مجالسو پر کاري اصولو او مهال ویش باندي خبرې او بحث وشو.»

په قطر کې خبریالان وايي، تمه ده چې د تماس ډلو دغه لېدني کتني به نن دوشنبه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۴مه) هم دوام وکړي.

په دوحه کې افغان خبریال احسان الله سهاک دویچه ویله ته وویل، د افغان حکومت پلاوي یوه غړي ورته ویلي چې ښايي د مذاکراتو لپاره اجنډا نن وروستی شي.

ده زیاته کړه:«ښايي سبا مرکچي پلاوي په نهايي شوي اجنډا مستقیمي خبرې پيل کړي.»

تردې دمخه د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي هییاتونو ترمنځ د خبرو د اجنډا پرسر د اختلافاتو خبره کېده.

د افغان حکومت پلاوی ټینګار کوي، چې د خبرو د سراجنډا باید «اوربند» او یا هم «اورکم» وي.

خو طالبانو ته د نظام پر څرنګوالي بحث لومړیتوب لري.

اسماعیل شاکر – کابل