خلیلزاد بیا په کابل کې څه کوي؟
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهدغه دواړه چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون پروفیسران ول، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي. خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، پاکستان ته خپل سفر پای ته تر رسولو وروسته کابل ته ورسید. ویل شوي دي چې هغه اوس له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې له پاره لاره هواروي چې دغه موضوع کیدای شي د افغانستان د سولې خبرو اترو له بیا پیلیدو سره هم مرسته وکړي.
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د خلیلزاد له هڅو خبر دي، او د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کړې دي ځکه په رسمي توګه یې په دې اړه د معلوماتو ورکولو اجازه نه لرله.
طالبان د دغو دوو بهرنیو د آزادي په بدل کې، د نورو تر څنګ د انس حقاني چې د سراج الدین حقاني کشر ورور دی، د آزادیدو غوښتنه هم کوي. دغه رپوټونه لا تر اوسه پورې طالبانو، امریکایي چارواکو او افغان حکومت په رسمي توګه نه دي تایید کړي.
(ms/sr (ap