1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد دوحې ته روان دی چې له طالبانو سره تړون نهایي کړي

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، قطر ته روان دی چې له طالبانو سره د واشنګټن تړون نهایي کړي. هغه ویلي دي چې که طالبان خپله برخه کار وکړي نو پر تړون توافق کیدای شي.

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

خلیلزاد به قطر ته تر تلو مخکې لومړی پاکستان ته ولاړ شي او له هغه ځایه به بیا د قطر پر لور حرکت وکړي. خلیلزاد تر اوسه پورې په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر یوه تړون باندې اته وارې خبرې اترې کړي دي.

خلیلزاد د سه شنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «د دوحي پر لور روان یم خو په اسلام آباد کې به هم یو توقف ولرم.»

واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، تر وروستي سفر وروسته د افغانستان په سوله کې د دې هیواد نقش ته تر پخوا په مهمه سترګه کتل کیږي.

واشګټن او کابل وایي چې اسلام آباد کولی شي افغان طالبان دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته کښیني. دا هغه غوښتنه ده چې طالبانو تر اوسه پورې په کلکه رد کړې ده.

خلیلزاد د تویتر پر خپل پیام کې لیکلي دي: «په دوحه کې، که طالبان خپله برخه کار وکړي نو موږ به هم خپله برخه کار وکړ او هغه توافق به نهایي کړو چې کار مو ورباندي کړی دی.»

د سولې خبرو اترو ته نزدې دوو سرچینو ویلي دي چې واشنګټن او امریکا کیدای شي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د طالبانو له خوا د داسې ضمانتونو پر ورکړې توافق نهایي کړي، چې د افغانستان خاوره به تر دې وروسته د ترهګرو له خوا نه کارول کیږي.

خو خلیلزاد او افغان چارواکو تل ټینګار کړی دی چې د سولې یو تړون پر دې سربیره دوه نورې برخې هم لري چې پکې د افغان حکومت او طالبانو مستقیمې خبرې او د اوربند رامنځ ته کیدل شامل دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل