1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: د سولې د بهیر مهم پړاو ته نږدې کیږو

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په شپه ناوخته د تویتر په پیغامونو کې ویلي دي چې د سولې د بهير يو مهم پړاو ته نزدې کیږي.


Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

خلیلزاد د اسلام آباد له سفر وروسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ښځو فعالان او نورو سیاسي مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.

زلمي خلیلزاد د خپل تویتر په پیغام کې لیکلي دي: «موږ د افغانستان د سولې د بهیر یو مهم پړاو ته نږدې کیږو. کابل کې مې دوه ورځنۍ سلا مشورې بشپړې کړې. ګټور سفر وو.»

هغه په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس او همدا شان د قاطع ماموریت له قوماندان جان میلر سره لیدلي او بیا یې د افغانستان د جمهور رئیس په شمول له جګپوړو افغان سیاستوالو او ښځینه فعالانو سره مشورې کړي. د خلیلزاد په تویت کې وړاندې راغلي: «موږ د تاوتریخوالي د لږولو په حاصلولو او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې د برابرولو په هڅو وغږیدو.»

تر دې دمخه د ارګ پر رسمي فیسبوک پاڼه هم د محمد اشرف غني او خلیلزاد د ملاقات خبر خپور شوی وو. په دغه اعلامیه کې ویل شوي وو چې په دغه کتنه کې خلیلزاد په قطر او پاکستان کې د وروستیو کتنو او بحثونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل: «له خلیلزاد سره د جمهور رئیس غني د خبرو اصلي محور د اوربند تأمین او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو تمرکز وو.» په اعلامیه کې دا هم ویل شوي وو چې جمهور رئيس د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په دوام اندیښنه ښوولې.

خلیلزاد پاکستان او تر هغې وروسته افغانستان ته دغه سفر وکړ چې په باګرام کې د امریکانو پر پوځي اډه د طالبانو تر برید وروسته په خبرو کې دواړو لورو وقفه وکړه. د باګرام په برید کې یو کس وژل شوی وو او تر ۷۰ زیات ټپیان ول.

په سپتمبر میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره خبرې اترې درولې وې او د روانې میلادي میاشتې په سر کې بیا پېل شوې.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل