1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان دې نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د پرانېستې نیټه وټاکي

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیزاد وايي طالبان باید افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپله تګلاره غور وکړي.

افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزادانځور: Rod Lamkey/CNP/MediaPunch/imago images

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت خپل پیغام کې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول ظالمانه عمل بللی.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د بیا پرانستلو لپاره یوه موثقه نیټه وټاکي.»

خلیلزاد زیاته کړې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو د اجازې په نه ورکولو سره طالبان هغه حقونه چې د اسلام د اصولو سره سم دي تر پښو لاندې کوي.

تمه ده کېده چې طالبان به افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پيل سره سم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ددغه کال له پيله نیږدې اونۍ اوړي خو طالبان لاهم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب