1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد لا هم په دوحې کې دی، خبري هم روانې دي

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

د امریکا او طالبانو تر منځ د تیرې ورځې خبرې آن د پنجشنبې ورځې سهار تر دوه نیمو بجو پورې وغځیدې. په خبرو کې د افغانستان د سولې له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی او د طالبانو د ډلې سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر هم حاضر وو.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د مذاکراتو نهم دور د چهارشبنې ورځې خبرې اترې دومره اوږدې شوې چې مرکچیان آن د پنجشنبې ورځې د سهار تر دوه نیمو بجو پورې یو له بل سره په بحثونو بوخت وو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، پر خپل تویتر پاڼه باندې په یوه خپور شوي پیغام کې دغه موضوع تایید کړې ده. هغه ویلي: «نن د امریکا له مذاکراتي تیم سره مو خبرو د شپې تر دوه نیمو بجو پورې خبرو دوام درلود. محترم ملا صاحب برادر او ډاکټر خلیلزاد هم موجود وو.»

شاهین هم روښانه کړې ده چې دواړه اړخونه به د پنجشنبې په ورځ هم تر غرمې وروسته سره خبرې اترې وکړي. د دې رپوټ د لیکلو تر مهاله پورې خلیلزاد د غونډې په محل کې موجود وو. لا تر اوسه پورې یې کابل ته تلو وخت روښانه نه دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ کابل ته د خلیلزاد د تلو خبره شوې وه.

په قطر کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو د مذاکراتو تر پای ته رسیدو وروسته او کابل ته د خلیلزاد له سفر سره، به هغه د خبرو اترو پر مختګ له افغان چارواکو او نورو ښکیل اړخونو سره شریک کړي. ویل شوي چې هغه به ځینو هیوادونو ته هم سفر وکړي خو لا تر اوسه پورې د سفر هیوادونه نه دي په ډاګه شوي.

کله چې په قطر کې د طالبانو او امریکایي مذاکره کوونکو تر منځ خبرې نهایي شي نو بیا به د رامنځ شوي تړون د لاسلیکونو نیټه او ځاي په ډاګه شي.

دغه خبرې اترې چې له میاشتو راهیسې په قطر کې روانې دي، له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره لاره هواره کړي. خو د دې په بدل کې باید طالبان ژمنه وکړي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې به ترهګرو ته د پټنځایونو جوړولو اجازه نه ورکوي، بهرني ترهګر به له خپلو سیمو باسي او عایداتي سرچینې به یې له منځه وړي. پر دې سربیره باید طالبان له افغانانو سره خبرو ته حاضر شي او په پای کې یوه اوربند ته غاړه کیږدي.

مسعود جهش، دوحه

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل