1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد له اسلام آباده څه غواړي؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو او په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر بهیر غږېدلی. ایا پاکستان اوس هم د افغان سولې اصلي محوریت دی؟

Zalmay Khalilzad
انځور: Reuters/O. Sobhani

اسلام آباد کې د امریکا سفارت وايي، افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره د بین الافغاني خبرو په اړه خبرې کړي. له دغه سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په لېدنه کې د سولې په اړه په وروستیو پرمختګونو لکه د اختر په ورځو کې اوربند او د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر پر چټکتیا بحث وشو.»

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د بین الافغاني خبرو تر پيل وړاندې باید تاوتریخوالی کم شي. خلیلزاد، پاکستان ته د سفر پرمهال له افغان سولې د پاکستان د لومړي وزیر عمران ملاتړ هم ستایلی دی. نوموړي د سولې رامنځته شوی فرصت، د سیمي امنیت او د سیمه ییزې پراختیا له پاره هم خورا ګټور بللی.

تردې وړاندې زلمی خلیلزاد قطر ته تللی ؤ او هلته یې له طالب مشرانو سره کتلي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د امارت سياسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې د ډاکتر خلیلزاد، جنرال میلر او مل پلاوي سره په دوحه کې وکتل.»

ښاغلی شاهین زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او دبین الافغاني مذاکراتو د پیل اړه خبرې وکړې.

له اسلام اباده د خلیلزاد اصلي غوښتنې څه دي؟ 

یوشمېر سیاسي شنونکي پردې باور لري چې د امریکا له پاره په افغان سوله کې پاکستان اوس هم د اصلي لوبغاړي په توګه مطرح دی. د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون دویچه ویله ته وویل، که چېرې پاکستان د افغان سولې ملاتړ وکړي دا په دې مانا دی چې طالبان راپخلا کیږي. هغه له دويچه ویله سره په خبرو کې زياته کړه: «پاکستان اوسمهال د افغانستان په موضوعاتو کې تربل هر هېواد ډير مهم ځکه دی چې له یوې خوا په سیمه کې د لوبې ډير ستر څرخوونکی دی او له بلې خوا د "سولې محوریت" هم پر پاکستان راګرځي.»

د پوهنتون ددغه استاد پروینا، تر یوه اوږد ځنډ وروسته په لومړي ځل په سیمه کې د چین، روسیې او امریکا ترمنځ د ګټو ګډ محور رامنځته شوی. مرهون زیاتوي چې اوس ددغو درې واړو زبرځواکونو ګټه په دې کې ده چې طالبان راخپل کړي او طالبان به په سیمه کې د چین، روسیي او امریکا ګډې ګټې خوندې کوي.

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

خو ځیني نور کتونکي بیا پاکستان پر طالبانو په هغه اندازه اغېز لرونکی نه بولي، څومره یې چې په اړه فکر کیږي.امریکا کې افغان سیاسي شنونکي ډاکټر داوود میره کي دویچه ویله ته وویل، پر طالبانو د پاکستان اغیز ته تر ډېره پاکستان ناسم تبلیغات کوي.

نوموړي زياته کړه: «دا شل کاله پاکستانیانو له غرب څخه په همدې نوم پیسې اخېستي، دا افواهات دي زه باور لرم چې نن سبا پاکستان پر طالبانو ډیر کم تاثیر لري، طالبان اوس له ډېرو هېوادونو سره اړیکي پالي.»

شنونکي زیاتوي چې د افغان حکومت او زلمی خلیلزاد هڅه داده چې د افغانانو خپل منځي خبرو ته ژر تر ژره ځای او وخت وټاکي.

د بین الافغاني خبرو پر وړاندې اصلي خنډ څه دی؟

سره له دې چې ظاهرا د بین الافغاني خبرو د نه پيلېدو لامل د زندانیانو په خوشې کېدو کې ځنډ او د طالبانو په لاس د جګړو او برېدونو ډېروالی ښودل شوی، خو ځیني کتونکي یې د پردې ترشا نور عوامل په ګوته کوي. د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزۍ وايي، اصلي بحث او اختلاف د نظام پرڅرنګوالي دی.د پارلمان دې غړې دویچه ویله ته وویل: «طالبان اوس هم غواړي چې د خپل اماراتي نظام سره افغانستان ته راوګرځي، خو دا هغه څه دي چې افغان حکومت ته د منلو نه دي، دلته ټول فکر پردې دی چې څنګه جمهوریت وساتل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تمه کیږي په راتلونکو دوو اونیو کې به افغان حکومت د طالبانو د ۵زره بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړه کړي او د سولې بین الافغاني خبرې به پيل شي.

سره له دې چې دې خبرو له پاره تر اوسه وخت او ځای نه دی ټاکل شوی خو د ځینو رپوټونو په حواله جرمني، قطر، ازبکستان او ناروي دې خبرو لپاره په پام کې نېول شوي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل