1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد له ملا برادر او د قطر له مرستیال وزير سره لیدلي

۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبه

طالبانو له زلمي خلیلزاد او د قطر د لومړي وزیر له مرستیال سره د ملا برادر د ملاقات خبر ورکړی دی. ویل شوي چې په دغه غونډه کې د دوحې تړون د تطبیق او بین الافغاني مذاکراتو پر بهیر بحثونه شوي دي.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دغه ملاقات د شنبې په شپه (د ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۴مه) تر سره شوی دی.

د محمد نعیم په خبره په دغه درې اړخیړه غونډه کې «د دوحې د توافقنامې د تطبیق، د افغانستان پر روان وضعیت او د بین الافغاني مذاکراتو پر روان بهیر خبرې وشوې.»

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حوت میاشتې له لسمې نېټې راهیسې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمي هیوادونو ته خپل سفرونه کړي دي. ویل کیږي چې هغه کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د افغانستان د کشالې د هوارولو له پاره له سیاستوالو او افغان حکومت سره یوه تازه طرحه شریکه کړې ده.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په وروستیو کې په یوه لیک له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحي د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د سولې د بهیر د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده. په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یوې نړیوالې غونډې جوړیدل د دغه لیک له مواردو څخه دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا اعلان کړی دی چې د یکشنبې په ورځ د دغې شورا رهبرۍ کمیټې په خپله پنځمه غونډه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې وشوه، د امریکا له لوري د وړاندې شوې طرحې په هکله سلا مشورې کړي دي.

په پام کې ده چې د افغانستان د سولې په تړاو به یوه غونډه په مسکو او بله په ترکیه کې وشي. د مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د مسکو غونډې د ترسره کیدو اعلان شوې، خو د ترکیې د غونډې نیټه لا نه ده معلومه او ویل کیږي چې د اپریل میاشتې په اوایلو کې به ترسره شي.

امریکا متحده ایالاتو د تیر میلادي کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره په لاسلیک شوي توافقنامه کې له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د راایستلو ژمنه کړې وه او د روان کال د می میاشتې تر لومړي نېټې پورې يې د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو یادونه کړې.

خو دغه څه د ټولو توافق شوو ژمنو له عملي کیدو سره تړلې وو. که څه هم طالبانو له متحده ایالاتو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو پر سر توافق کړی وو، خو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ نه ده کمه شوې. د متحده ایالاتو نوي حکومت اعلان کړی دی چې د طالبانو او د امریکا د پخواني حکومت ترمنځ شوی توافق له سره ارزوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل