خلیل زاد په کابل کې د طالبانو ادارې له خارجه وزیر سره وکتل
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۲) په یوې اعلامیه کې، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پخواني ځانگړي استازي زلمي خلیل زاد سره د امیر خان متقي له لیدنې کتنې څخه خبر ورکړ.
په نوموړې اعلامیه کې راغلي دي: «په دغه غیررسمي غونډه کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخوالي په هکله بحثونه ترسره سول.»
لکه څنگه چې خلیل زاد په اوس وخت کې په امریکا متحده ایالاتو کې کوم رسمي موقف نه لري او دغه سفر هم »غیر رسمي« نومول سوی دی، پوښتنه داده چې دواړو خواوو په کوم چوکاټ کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي په هکله خبرې اترې کړې دي؟
خلیل زاد د ترمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا متحده ایالاتو په استازیتوب له طالبانو سره د دوحې توافقنامه لاسلیک کړې وه او د هغې پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او په نتیجه کې یې طالبانو واک ترلاسه کړ.
خلیل زاد که څه هم په اوس وخت کې کوم رسمي موقف نه لري، خو مخکې یې د یرغملو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ځانگړی استازی، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې بدرگه کړی دی.
خلیل زاد چې په دا وروستیو کې تقریباً هره ورځ د ایکس په شبکه کې د افغانستان د حالاتو په هکله د نظر څرگندونه کوي، د طالبانو د ځینو مخالفو څېرو له خوا، طالبانو ته په «لابي کولو» تورن سوی دی.