1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

خندا؛ د زړه ناروغۍ مخنیوي له پاره تر ټولو غوره درمل

۱۴۰۲ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

خندا په بدن کې د اکسیجن جريان زیاتوي او په دې توګه د زړه او رګونو د ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي. دا هغه څه دي چې د برازیل په پورتو الیګر کې د ډیکلینیکا روغتون کارپوهان یې د خپلو وروستيو څیړنو پر اساس وايي.

Symbolfoto Lächeln
انځور: McPHOTOs/blickwinkel/picture alliance

د ګارډین ورځپاڼې د يوې ليکنې پر بنسټ د دې څیړونکو وروستۍ څیړنې ښودلې چې د خندا درملنه د زړه د سیسټم فعاليدو ظرفیت لوړوي.

د دې څېړنې موندنې په امستردام کې د نړۍ تر ټولو ستر کنفرانس کې، د اروپا د زړهاو رګونو د ناروغۍ ټولنې کلنۍ غونډې کې وړاندې شوي دي.

په یوه وروستي څیړنه کې، ۲۶ لویان چې اوسط عمر یې ۶۴ کاله دی او ټولو یې د زړه د رگونو ناروغي درلوده، برخه اخیستې وه. دا ناروغي د رګونو په دیوالونو کې د وينی  پلاک يا حجرو د راټولیدو له امله رامنځ ته کیږي چې زړه ته وینه رسوي.

په دریو میاشتو کې، له نیمایي کسانو څخه غوښتل شوي وو، چې هره اونۍ د خپلې خوښې دوه یو ساعت کمیډي نندارې وګوري. له نورې نیمایي ډلې غوښتنه شوې وه  چې د سیاست يا امازون ځنګلونو په څېر موضوعاتو په اړه دوه جدي مستند فلمونه وګوري.

آلمان، د ډير عمر لرونکي خلکانځور: Imago/epd

د ۱۲ اونیو څيړنیزې دورې په پای کې، په لومړي ګروپ کې، د اکسیجن مقدار چېزړه یې بدن ته پمپ کولی شي ۱۰ سلنه ښه شوی وو.

دوی د التهاب د اندازه کولو له پاره د وينې فشار، نبص او بدن د حرارت درجې د اندازه کولو ازموینې هم درلودې څو معلوم کړای شي چې د وینې رګونو کې څومره  پلاکونه یا راټولې شوی حجرې رامنځ ته شوي او ایا خلکد زړه د حملې یا د مغزو سکتې له خطر سره مخامخ دي. پایلو وښودله چې دا التهاب دا نښه کوونکي د دویمې ډلې په پرتله د پام وړ کم شوي ول.

د څیړونکو په وینا، خلک باید هڅه وکړي او هغه څه وکړي چې دوی په اونۍ کې لږترلږه دوه ځله وخندوي. ځکه چې خندا په بدن کې د اندورفین هورمونونو ترشح کول زیاتوي، کوم چې التهاب کموي او د زړه او رګونو له روغتیا سره مرسته کوي. خندا د ستريس هورمونونو لکه کورټیزول کچه هم راټیټوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب