د دوبي شپې ډيرې لنډې او ورځې اوږدې وي او د ډيرو کسانو خوب پکښې نه پوره کيږي. خو ځينې خلک وايي چې تر څلور او يا پنځه ساعته خوب وروسته هم دمه وي خو د څيړونکو په حواله زموږ بدن ډير خوب ته اړتيا لري.
اعلان
موږ ولې بايد بيده شو؟
انسانان په اوسط ډول د خپل عمر کابو يو په دريمه برخه په خوب تيروي. آیا دا ضايع شوی وخت دی؟ نه! داسې نه ده. ځکه موږ پرې پوهيږو نه خو په خوب کې زموږ بدن ډير فعاليت کوي. هر۹۰ دقيقې يعني يو نيم ساعته وروسته زموږ بدن د ژور خوب پړاو څخه هغه حالت ته ځي چې موږ پکښې خوبونه وينو.
د ژور خوب په حالت کې زموږ بدن لکه يو کمپيوتر چې خپل پروگرامونه اپډيډ يا تازه کوي، زموږ بدن هم ډير اړين فعاليتونه ترسره کوي. د مثال په توگه د خوب په حالت کې زموږ بدن د ودې هارمون خارجوي کوم چې زموږ د بدن د زخمونو او ناروغيو په درملنه کې مرسته کوي. همدا راز د خوب پر وخت د مدافعې سستم فعاله کيږي څو د بدن دفاعۍ حجرې بکترياوې او ويروسونه له منځه یوسي. له همدې امله کله چې څوک ناروغ وي نو د ډير خوب او آرام توصيه ورته کيږي.
د خوب په مرحله کې زموږ مغز د ورځې ټولې پيښې پروسس کوي او په دې توگه لنډ مهاله زيرمه خالي کيږي چې د بلې ورځې د پېښو او تجربو زيرمي ته ځای پیدا شي. موږ داسې عجب خوبونه وينو چې زموږ د کاري او يا شخصي ژوند سره هيڅ تړاو نه لري. په دې توگه ښايي د مغز هغه برخې روزل کيږي چې ډير کار نه کوي.
معنا دا چې که خوب ونه کړو نو هغه کاري وخت به ونه لرو چې زموږ د بدن او مغز له پاره ډير اړين او مهم دی.
موږ څومره خوب ته اړتيا لرو؟
دا چې سړی څومره خوب بايد وکړي، د انسان په سن پوري اړه لري. د امريکا متحدو ايالاتو د خوب د ملي موسسې په حواله نوی زيږيدلی ماشوم هره روځ د ۱۴ او ۱۷ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتيا لري. د لومړي ښوونځي ماشومان بيا له نهو تر يولسو ساعتو بايد بيده شي او لويان بايد هره شپه د اووه او نهه ساعتونو ترمنځ خوب وکړي.
تر شپږو ساعتو کم خوب په هيڅ صورت زموږ بدن ته هغه پوره وخت نه دی چې ټول فعاليتونه پکښې سر ته ورسوي. ځيني لويان آن هره شپه لس ساعته خوب ته اړتيا لري.
دا نه چې يوازې کم خوب ښه نه دی، بلکې ناآرامه خوب هم بدن ته ښه نه دی. څوک چې رښتيا تر لس ساعته خوب وروسته ځان دمه او ښه احساسوي، هغه ښايي آرام خوب نه کوي يعني دا چې بدن یې تر اتو ساعتو خوب وروسته په بشپړه توگه نه وي رغيدلی او دمه شوی او له دې کبله نور خوب ته اړتیا لري.
د بريتانيا د کيمبرج پوهنتون څيړونکو پر دې سربيره دا هم موندلې ده چې هغه کسان چې هره شپې تر اتوو ساعتو زيات بيده کيږي، د فلج کيدو خطر یې لوړيږي.
خو د دې پوښتنې په اړه چې د اوږدې مودې بې خوبي انسان وژلای شي، څيړونکي په يوه نظر نه دي. د خوب د نشتوالي د یوې ډيرې نادرې ناروغۍ په ترڅ کې ليدل کيږي چې ناروغ عملاً د شپږو تر ۳۰ مياشتو بې خوبې وروسته، خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو په دې قضيو کې د مړينې مستقم علت د بدن د بيلا بيلو غړيو له کاره لوېدل بلل کيږي.
Carla Bleiker (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه:
په خوب کې د خریدلو د مخنیوي لارې
د خوب په حالت کې خریدل د خولې، پزې، او ستوني په وروستۍ برخه کې د تنفس په وخت کې د تنفسي انساجو له اهتزاز څخه رامنځ ته کیږي. دلیل یې د سا اخیستو په وخت کې خنډ رامنځ ته کیدل دي او په۴۰ سلنه بالغه کسانو کي سته.
انځور: Colourbox/fotoedu
د خریدلو ډولونه
کارپوهان د خوب په حالت کې خریدل پر مختلفو ډولونو ویشي د بیلګې په توګه، د خولې په برخه کې خریدل، د ژبې له امله خریدل، د پزې له امله او د ستوني په برخه کې خریدل یې عمده ډولونه دي. خو له دې څخه د خلاصون له پاره لس لارې په ګوته کوي چې پرمټ یې کولی شي له دې ستونزې څخه تر ډیره پورې ځان خلاص کړئ.
انځور: Colourbox/Production Perig/P. Morisse
د وزن کمول او ورزش
د ډیر وزن لرلو او یا هم د ستوني په برخه کې د ډیرو وازگو شتون د دې لامل کیږي چې پر ستوني فشار وارد شي او له امله یې خریدل رامنځ ته شي. په ډيرو کسانو کې د وزن کمښت او همدا راز په ورځني ډول ورزش، د دې سبب ګرځیدلی چې تر ډیره پوري د خریدو مخنیوی وکړي.
انځور: picture alliance/dpa
د ویده کیدو د حالت تغیر
پر یوه اړخ او یا تر ډیره پوري پر ښی اړخ باندي څملاستل چې سنت طریقه هم ده کولای شي چې د ژبې د وروستۍ برخې له شاتګ څخه مخنیو وکړي چې له امله یې د ستوني په برخه کې خریدل کمیږي. د شپې پرمهال په دواړو خواوو کې د بالښت کيښول له تاسي سره مرسته کوي چې بیرته پر شا ویده نه شئ.
انځور: Colourbox/Production Perig
د الکولي مشروباتو بندول
د الکولي مشروباتو څښل هم د تنفسي عضلو د راحت کیدو سبب ګرځي چې له امله یې له خپل اصلي حالت څخه وځي او د تنفسي لاري په برخه کې خڼد رامنځ ته کوي چې له امله انسانان خریږي.
انځور: Fotolia/vanda
سګرټ څکول
که څه هم د سګرټو شرکتونه د سګرټو پر قطیو باندې د ممکنه مرګ او سرطاني ناورغیو پیغامونه خپروي خو سګرټ د پزې په برخه کې پړسوب را منځ ته کوي چې بیا د خریدو سبب ګرځي. د سګرټو بندول او یا کمول د دې څه مخنیوی کولی شي او ستاسې په روغتیا کې به ډیر تغیر رامنځ ته کړي.
انځور: Colourbox
نشه راوړونکي یا خوب راوړونکی دارو درمل
آرامه کوونکې او د خوب ګولۍ د دې له پاره جوړي شوي چې انسان آرام کړي او د خریدلو په برخه کې هم منفي اغیز پریږدي. د دې راز دارو درملو له کارونې مخکې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ، ترڅو ستاسې خریدل لا پسې ډیر نه کړي.
انځور: Reuters/B. Ratner
د خولې بندول
که چیري پوهیږئ چې کله مو خوله پرانیسې وي نو د خریدو لامل مو کیږي، په دې صورت کې هڅه وکړئ چې د خوب په حالت کې د خولې د محافظتي آلو او یا هم یو ډول ځانګړي ربرټيپ په کارولو سره خپله خوله تړلې وساتئ.
انځور: Fotolia/Irina Karlova
حساسیتونه
که چیري د ځینو خوراکي توکو او یا نورو عواملو له امله ستاسي بدن حساسیت ښيي نو د حساسیت معاینه وکړئ. ځکه د ځینو حساسیتونو له امله د پزې انساج پړسیږي چې د خریدو سبب ګرځي. ځینې کسان له ویښتو، پنبې، لبنیاتو او یا غنمو پر وړاندې حساسیت ښيي، خپل حساسیت پیدا کړئ او د مخنیوي له امله یې خپل خریدل کم یا بند کړئ.
انځور: AP
ځانګړې عملیاتونه
که چیرته له دې لارو څخه یوه هم ګټه ونکړي، په دې صورت کې عملیات مرسته کوي. د ستوني، پزې او غوږونو ډاکټر ته ولاړ شي او خپله هر اړخیزه معاینه وکړئ، ځکه په ځینو صورتونو کې د پزې او ستونې په برخه کې اضافه غوښه د خریدو سبب ګرځي.
انځور: A. Kenare/AFP/Getty Images
نور عوامل
په ځینو انسانانو کې لوړ بالښت، او د اوبو کمه استفاده هم د خریدو سبب ګرځي. خپل بالښت ټیټ کړی ترڅو ستونی مو استوار وي او پر تنفسي لاري مو فشار رانه شي. د کمو مایعاتو له امله هم د انسان عضلات په ځانګړې توګه د ستوني عضلات پړسیږي او د خریدو سبب ګرځي. ډیري اوبه څښل تاسې دې ته اړ کوي چې رفع حاجت وکړی او ستاسې له دوامداره خریدو مخنیوی کوي.