1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست، اختر کې د لوی او کوچني په لاس کې وسلې

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

په افغانستان کې ډېر کله خلک د خوښۍ ورځې هم د وسلو په ډزو سره لمانځي. اخترونه چې مذهبي ورځې دي، خلک په دې ورځو کې هم لوی او کوچنۍ وسلې په لاس کي خوشالۍ کوي او آن چي ماشومانو ته هم پلاسټيکي وسلې اخلي.

Afghanistan Khost Ramadan Waffen als Geschenk
انځور: DW/F. Zahir

په خوست کې د کوچني اختر په رارسیدو سره یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د خوشالولو لپاره هغوی ته پلاستیکي وسلې رانیسي او دغه راز ماشومان باروت او پټکې چاودوي.

د ماشومانو په لاسونو کې وسلې وي، په کوڅو کې کټ مټ د فلمي اکټرانو په څير یو د بل په مقابل کې ټوپکې نیسي، یو پر بل ډزې کوي او په دې توګه خوښۍ لمانځي.

د خوست متون اوسیدونکی ګل رحمن، دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې په سیمه کې یې یو شمېر ماشومان د پلرونو له لوري په دې توګه نازول کیږي. هغه زياته کړه: «دا څو ورځې کیږي، چې اختر رانږدې شوی، زموږ ماغزه یې را وخوړل، د خوب او ډوډۍ وخت نه وي معلوم، بس د پټاکیو ډز و ډوز وي.»

انځور: DW/F. Zahir

داسې هم کیږي، چې کله نا کله د ماشومانو لپاره د خوښۍ دا ساتیري په زیان تمامې شي او د پټاکیو د چاودونو پرمهال ماشومانو ته زیان رسیږي.

عرفان الله د اسماعیل خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په دې تړاو یوه کیسه کوي: «زموږ سیمه کې ماشومانو پټاس پټکې چاودولې، یو ماشوم ته لاس کې پټاس وچاودید، لاس یې ورته ژوبل کړ، نږدې وه، چې د لاس ګوتې یې ورته پرې کړې وای».

د لویانو په لاس کې اصلي وسلې؟

ماشومان خو اخترونه د خپلې خوښۍ ځانګړي ورځې یادوي، خو لویان هم اختر کې د خوښۍ ورځې د وسلو په ډزولو سره لمانځي.

د روژې د ۲۹ مي په شپه چې ګمان کیدو، د اختر شپه به وي، د خوست په مرکز، ښار او ولسوالیو کې له ماښامه تر نیمې شپې د ټوپکو سلګونه هوایي ډزې وشوې او اسمان لمبيي کارتوسو سور کړی وو. په تېرو کلونو کې دغه هوایي ډزو خلک هم ټپیان کړي، خو سږ کال هم دغه د خوښۍ ډزو خلک بيا سخت ویرولي او اندیښمن کړي.

د خوست ښار اوسیدونکی محمد علیم دویچه ویله ته وویل، چې تېره شپه یې په کور کې مرمۍ ولګیدې، خو د کورنۍ غړي یې وساتل شول.

نوموړی وایي: « بیګاه خوست کې خلکو اختر کړی و، څه اختر بس هوایي ډ‌زې وې، موږ په کوټه کې و، څو مرمۍ په کور کې ولګیدې، د کور چادر پرې ولګیدو، که خدای مه کړه، د کورنۍ کوم غړی مو په انګړ کې وی، نو مرمۍ به ژوبل کړی او یا وژلی وی».

نه یوازې د اختر په نږدې کیدو او د اختر په شپه بلکې د اختر تر دریو ورځو ماشومان پلاستیکي وسلې د لوبو په توګه کاروي او د شپې پرمهال لویان ځای ځای هوایي ډزې کوي.

کارپوهان وایي، له هغو کسانو سره دې امنیتي ارګانونه جدي چلند وکړي، چې د اخترخوښۍ په خلکو غمجنې او اندیښمنې کوي.

انځور: DW/F. Zahir

د پوهنتون استاد پوهنیار اسماعیل عاطف دویچه ویله ته وویل، د افغانستان قوانینو کې هغه کسانو ته مجازات ټاکل شوی، چې غیرې قانوني په وسله ډزې کوي او عامه نظم ګډوډوي: « د جزا کود په څو مادو کې د ناقانونه ډزو او چاودونو یادونه شوې ده، مختلفې له پنځه سوه افغانیو نیول تر شپږ زره افغانیو جریمه ټاکل شوې ده او که وسله نا قانونه وي، نو سلاح یې مصادره کیږي».

خو د امنيې قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل بیا له خلکو غوښتي، چې له هوایي ډزو دې جدي ډډه وکړي. نوموړی خبرداری ورکوي، پولیسو ته یې امر کړی، چې ټول هغه کسان ونیسي او جدي چلند به ورسره وکړي، چې هوایي ډزې کوي.

که څه هم پولیسو دوکاندارانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو ساعت تیرۍ لپاره چاودیدونکي پټاکۍ او پلاستیکي وسلې په پلور کې ونیول شي، جدي چلند به ورسره وشي، خو د اختر وړاندې د ښار په ډېرو هغو دوکانونو کې چې د ماشومانو د لوبو توکي پلوري، پلاستیکي وسلې او پټاکۍ پکې په ازاده توګه پلورل کیدلې.

فرید ظاهر، خوست

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل