1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خوست: د خوښۍ مراسمو کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د خوست مرکز اړوند د کنډيو په سيمه کې کې د يوه کورنۍ د خوښۍ مراسمو کې چاودنه شوې ده، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

Karte Afghanistan Provinz Khost Deutsch
انځور: DW

دا پېښه تېره شپه د خوست مرکز متون په کنډيو ستر کلي کې شوې ده. د خوست والي وياند طالب منګل دويچه ويله ته وويل چې چاودنه د شپې څه باندې لس بجې په يوه موټرسايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاودیدونکو توکو په واسطه هغه وخت شوې ده، چې خلکو د خوښۍ مراسم لمانځل. د نوموړي په خبره په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوې دي او اته کسان ټپيان دي.

د سيمې يوه اوسيدونکي خان زمان دويچه ويله ته وويل: «زموږ يو کليوال چې په امريکا کې دى او نامزادي يې شوې وه، دلته يې ورور د خوښۍ مراسم جوړ کړي وو. کله چې د موسیقي پېل شوه ساعت لا نه وو تېر شوى، چې د کور دروازه کې چاودنه وشوه.»

د سيمې اوسيدونکي وايي، څلور وژل شوي کسان پيژني، چې په ملي اردو کې عسکر وو. د خوست د والي وياند طالب منګل زياتوي چې د پيښې د څیړلو له پاره يو هٸيت ټاکل شوى دى.

فریدالله ظاهر، خوست