1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: د روزنتون د بې سرپرسته ماشومانو نامعلوم برخلیک

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

د طالبانو په راتګ سره په خوست کې د روزنتون ماشومان رخصت کړل شوې دي. د دغو ماشومانو ډېر یې مور او پلار نه لري، یتیمان او بې سرپرسته دي. اوس د دې ماشومان پالنه څوک کوي؟

Karte Afghanistan Provinz Khost Englisch
انځور: DW

د خوست روزنتون چې د کابو څلوېښتو ماشومانو روزنه او پالنه پکې کېده، اوس ټول ماشومان رخصت شوي او یوازې شپږ هغه ماشومان پاتې دي چې هیڅ سرپرست نه لري.

د خوست روزنتون امر لطیف ایاز دویچه ویله ته وویل، د خوست روزنتون ۳۷ ماشومانو پالل کیدل، چې تر ۳۰ یې یتیم ماشومان ول او اوس نږدې خپلوانو ته سپارل شوي او څو ماشومان بیا هغسې ول چې پلرونه یې معیوب او د سرپرستۍ بل څوګ نه لرل.

نوموړی وایي، د طالبانو په راتګ سره د خوست روزنتون امکانات لږ شوې دي او د ماشومانو پالنه او روزنه یې نشوای کولی او هغوی يې هغو کسانو ته وسپارل چې پخوا یې سرپرستي پر غاړه لرله: «کله چې اسلامي امارات راغلو، زموږ قراردادي هر څه قطع کړل، موږ هغه ماشومان چې مو لرل هغو کسانو ته مو وسپارل چې موږ ته یې د سرپرستۍ فورم امضا کړی وو، د ځینو یې ماما، ترونه او یا نږدې خپلوان دي.«

د خوست روزنتون امر وایي، لا هم شپږ داسې ماشومان ورسره دي چې مور او پلار یې مړه شوې دي او هیڅ سرپرست نه لري چې په وینا یې ولایت مقام د دې شپږو ماشومانو لګښت ورکوي.

خو د نورو یتیمو ماشومانو د پالنې مسؤلیت چا اخیستی او ژوند یې څنګه تیریږي؟ ۱۲ کلن بیت الله له تېرو څو کلونو راهیسې په خوست روزنتون کې اوسیدو. د هغه پلار نشته، یوازې مور او یوه کوچنۍ خور لري. د هغه سرپرستي د هغه د تره زوی نصرالله پرغاړه اخیستي.

نصرالله دویچه ویله ته وویل: «د بیت الله پلار شهید شوی. یوه کوچنۍ خور او یوه یې مور ده، خدای یې ساتي او موږ یې سرپرستي کوو. مور ته یې تر ډېره خلک زکاتونو پیسې راوړي او یو ګوزاره پرې کوي، خو سخت ژوند لري.«

نصرالله غوښتنه کوي، چې د خوست روزنتون دې بیرته فعال شي، چې د یتیمو ماشومانو پالنه او روزنه پکې په ښه توګه ترسره کیږي.

په دې روزنتون کې د یتیمو ماشومانو ترڅنګ د معیوبو پلرونو یو شمېر ماشومان هم ساتل کیدل. اطلاس خان د خوست تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او څلور کوچني زامن یې د خوست روزنتون کې ژوند کولو او زده کړې یې  کولې.

هغه وایي، په دواړه لاسونو معیوب دی او د اولادونه پالنه او روزنه ورته سخته ده. اطلاس خان وویل: «زما یو لاس نشته او دویم لاس مې هم کار نه کوي. زما ماشومان چې روزنتون کې وو هیلې مې ورته وې چې راته به وروزل شي. خو اوس سخت ورته خفه یم، هم یې روزي راته سخته او هم یې روزنه او تربیه. راتلونکي ته یې سخت اندېښنمن يم.«

د خوست د والي مرستیال محمد انور سره مو موضوع شریکه کړه چې کله به بیرته د خوست روزنتون پرانیزي، خو نوموړي په دې اړه خبرې ونه کړې.

د خوست روزنتون امر وایي، د روزنتون د بیرته فعالولو له پاره یې د اسلامي امارات له مسؤلینو پرلپسې غوښتنې کړې دي، خو زیاتوي چې تر اوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په هيواد کې اوږدو جګړو لسګونه زرمه میندې بورې، میرمنې کونډې او ماشومان یتیمان کړي چې د ډېرو کورنیو سرپرستان نشته او يتیم ماشومان یې سخت او بې برخلیکه ژوند کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب