خوست: د عمر په ډيريدو نجوني ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي
۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبهدوی وايي ترټولو غټه ستوونزه چي دا وخت د خوست ښځي ورسره مخامخ دي، هغه د عمر په لوړيدو سره د زده کړو لپاره ښوونځيو ته د انجونو نه پريښودل او د پيغلو د وديدو پرسر د کورنيو لخوا د لوړ ولور اخيستل دي.
د خوست په ولايت کي د ښځو چارو يو شمير فعالي مېرمني هم پدغه ولايت کي د ښځو په وړاندي را پورته سوي ستونزي پرځاى بولي.
د هغوی په خبره دوی په همدې موخه د خوست بيلابيلو سيمو ته سفرونه پيل کړي ، ترڅو له کورنيو سره دا ستوونزه هواري کړي، چي نور خپلي مېرمني، خويندي او لوڼي د ناوړو دودونو قرباني نه کړي.
په خوست کي د افغان خويندو د يون ټولني مشري مېرمن نسرين احساني پلارنو او ميندو وغوښتل چي د نارينو په څير په خپلو خويندو او لوڼو هم زده کړي وکړي.
د خوست د ښځو چارو د رياست مشره حاور اميري بيا وايي چي دوی د ښځو په وړاندي د يادو ستوونزو د مخنيوي لپاره جدي هڅي پيل کړي.
نوموړي وويل د خپل اړوند وزارت په مرسته يې دا وخت د خوست په ځينو سيمو کي د عامي پوهاوي کمپاينونه پيل کړي، تر څو پدغه ولايت کي د ښځو په وړاندي د موجوده ننګونو مخه و نيسي.
دا پداسي حال کي ده چي د هيواد د ډيرو نورو سيمو په پرتله په خوست ولايت کي د سيمه ايزو دودونو او کلتوري محدوديتونو ته ډير درناوى کيږي.
د کارپوهانو په خبره ددې ستونزو یو عمده عامل په هغه ولايت کي سيمه ايز دودونه دي چي ښځو ته د اسلام د مبارک دين لخوا ورکړل سوي ډيرحقوق تر پښو لاندي کيږي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل