1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

خوست: شخصي دښمنۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

خوست کې پر یوه کور وسله وال برید شوی او په پایله کې د دغه کور ۷ غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوې دي.

Afghanistan Khost Provinz Bestattungszeremonie
انځور: DW/F. Zahir

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر دویچه ویله ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ د چراګاه په کلي شوې ده.

حیدر وایي، یو وسله وال کس د خوست ګل په نوم د یوه کلیوال کور ته دننه شوی او په ټوله کورنۍ یې ټوپک را اړولی دی.

«یو کس د شپې نهه بجې د خوځ ګل کور ته وسلې سره ننوتلی دی، په ټوله کورنۍ یې ډزې کړي. یو ښځه، یو سړی، درې ماشومان، یوه پنځلس کلنه نجلۍ او یوه شل کلنه نجلۍ وژل شوې دي او یو ماشوم ټپي دی».

د خوست پولیسو ویاند عادل حیدر زیاتوي، د دوی معلومات ښیي، چې دا پېښه د شخصي حقوقي دعوې په پایله کې رامنځته شوې ده، برید کوونکی تثبیت شوی او په نیولو پسې یې عملیاتو روان دي.

د سیمې یوه اوسیدونکي مصطفی دویچه ویله ته وویل، چې دغه کورنۍ یو ماشوم په ټپي حالت کې ژوندی پاتې شوی او نور ټول فامیل له منځه تللی. هغه د سترګو لیدلی حال وایي: «موږ د شپې ډوډۍ خوړلې وه، کوټه کې وم، ډزونه وشول او شور جوړ شو، پلار مې راته وویل، چې ته وګوره چې څه خبره ده. دغه کور ته ورغلم، درېیم او څلور کس به زه وم، چې ورغلم، بد حالت و، ښځې او ماشومان په وینو لت پت پراته ول له نورو کلیوالو سره مو مړي او ټپیان موټرو ته پورته کړل او روغتون ته مو یووړل».

خوست کې کله نا کله د حقوقو دعوو پر سر د خلکو ترمنځ شخړې او جګړې کیږي، چې په پایله کې مرګ ژوبله هم لري.

څو میاشتې وړاندې د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ دلپوریو سیمه کې هم په یوه جومات کې د خپلمنځي دښمنۍ له امله رامنځته شوې نښته کې د یوې کورنۍ  څو غړي وژل شوې وو.

فریدالله ظاهر، خوست

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل