1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وزیرستاني کډوالو کابو ۳ میلیونه ډالر مرسته ویشل کیږي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ آذر ۱۸, پنجشنبه

په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې له وزیرستاني کډوالو سره ژمنۍ مرستې پیل شوې. دا ځل هغوی ته د خوراکي او سون توکو پر ځای نغدي پیسې ویشل کیږي. وزیرستانيان په دې مرسته ډېر خوښ دي.

Afghanistan | Binnenflüchtlinge in Laghman
انځور: Omid Deedar/DW

په خوست کې زرګونه هغه وزیرستاني کورنیو ته د نغدي مرستو وېش پیل شو، چې څو کال وړاندې د جګړو له امله له وزیرستان څخه خوست ولایت ته را کډوال شوې دي.

دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان ایچ سي ار) له لوري د کډوالو کورنیو سره ترسره کیږي.

په خوست کې ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې افغان استازي ایوب اندیال دویچه ویله ته وویل، د مرستې په دې لړۍ کې به دوی په څه باندې اته زره  کورنیو ته شاوخوا درې میلیونه ډالر وویشي.

نوموړی وایي، سږ کال کډوالو ته د خوراکي او سون توکو پر ځای نغدي پیسې ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه: « موږ اته زره اوه ویشت کورنیو ته مرسته ویشو. دا مرسته نغدي پیسې دي. موږ هرې کورنۍ ته د پاکستاني شناختي کارت له مخې ۳۴۵ امریکایي ډالر ورکوو. دا ټوله مرسته شوي نغدي پیسې شاوخوا ۳ میلیونه امریکایي ډالر کیږي.»

په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه افغان مسؤل زیاتوي، که وزیرستاني کډوال وزیرستان ته بیرته تګ وغواړي، دوی یې د لېږد زمینه برابروي او دغه راز له ستنیدونکو کډوالو سره ( یو این ایچ سي ار) نغدي مرسته هم ترسره کوي.

د مرستو د ویش پرمهال د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد انور له دغو مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دوی د مرستندویه مؤسسو او ادارو امنیت تامین ته ژمن دي او په فعالیتونو کې به یې ورسره همکار وي.

په همدې حال کې وزیرستاني کډوال خوښ دي، چې ورسره د پیسو نغدي مرسته ترسره شوه.

یو تن کډوال شهزاد ګل دویچه ویله ته وویل، د پېسو نه شتون او ژمي راتګ ته سخت اندیښمن وو، خو اوس به مو په دې مرسته یوه اندازه ستونزې هوارې شي.

نوموړی وایي: « دغه مرستو ته خلک له حده ډېر خوشاله دي. موږ دې ورځو کې سخت بدحال کې یو، دلته چې افغانستان دولت بدل شوی، زموږ ژوند هم سخت شوی، ځکه مرستې بندې شوې وې. د خوراکي توکي بيې اسمان ته ختلي. اوس به مو په دې پیسو سره د خوراک او ژمي لپاره یوه چاره وشي.»

د عبدالعزيز داوړ په نوم يو بل کډوال وایي چې په یوه خاورینه کوټه او دوو خیمو کې د خپلۍ کورنۍ سره ژوند کوي. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او دوی په لاس کې څه نه لري او د درې وخته ډوډۍ پر ځای دوه وخته یوه څه د خوراک لپاره برابروي.

عبدالعزیز هم دغه نغدي مرستې ته خوشاله دی: « زه ډېره خوشاله یم. په خدای قسم چې څه مو نه لرل. یو زوی مې ټوخيږي نیم زړه مې ورته وخوړو، چې څنګه به یې ډاکټر ته یوسم. په دې پیسو به انشاالله زموږ ژمی ښه تېر شي.»

د خوست کډوالو چارو اداره وایي، په پام کې ده چې راتلونکو ورځو کې یو شمېر کډوال وزیرستان ته ستانه شي او که څوګ د بېرته تګ اراده لري، دوی به یې د مرستندویه ادارو په همکارۍ د تګ لپاره زمینه برابروي او مرسته به ورسره کوي.