1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

سوات: مذهب ته د سپکاوي په تور يو کس سوځول شوی

۱۴۰۳ تیر ۱, جمعه

په پاکستان کې د قرآن پاک د سوځولو په تور يو کس د یو ډله قهرجنو کسانو له خوا وهل ټکول شوی او بيا سوځول شوی دی. قهرجنو کسانو د پوليسو پر مرکز هم هجوم ور وړی وو.

آرشيف انځور: د پاکستان په سيالکوټ ښار کې مذهب ته د سپکاوي په تور د يوه کس وژنه
آرشيف انځور: د پاکستان په سيالکوټ ښار کې مذهب ته د سپکاوي په تور د يوه کس وژنهانځور: Shahid Akram/AP/picture alliance

د فرانسې د خبري آژانس د معلوماتو په حواله پېښه د پنجشنبي په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۲۰ نېټه) د سوات په مدين سيمه کې رامنځته شوې ده. تورن کس د سيمې د اوسيدونکو له خوا نيول شوی وو او ادعا یې کوله چې هغه قرآن پاک سوځولی دی.

د پوليسو يوې سرچينې ويلي دي چې «په دې منځ کې پوليسو مداخله کړې وه او دغه کس یې له خلکو ژغورلی وو او هغه یې د پوليسو مرکز ته بېولی وو.»

خو زياته شوې چې د خلکو دغه ډلې بيا د سيمې د مسجد په لمسون د پوليسو پر مرکز هجوم ور وړی او دغه کس چې ويل کيږي د دې سيمې اوسيدونکی نه وو، په ډبرو ويشتلی. 

د پوليسو د سرچينې له خوا زياته شوې ده چې خلک د پوليسو له خوا د خبرداري په ډزو نور هم وپارېدل او د پوليسو پر مرکز ور ننوتل او تورن کس یې را وايست او هغه یې په وهلو ټکولو وواژه.

دغه سرچينې زياته کړې ده چې وروسته بيا قهرېدلو خلکو د دغه کس پر جسد تېل واچول او هغه یې وسوځاوه.

دا ډول پېښې په پاکستان کې نادرې نه دي. د می میاشتې په پای کې په پنجاب ايالت کې يو عيسوی چې د قرآن پاک د پاڼو د سوځولو تور ورباندې لګول شوی وو، هم د خلکو له خوا ووژل شو.

همدا شان د ۲۰۲۳م کال په فيبرورۍ میاشت کې هم په پنجاب کې يو مسلمان سړی قرآن پاک ته د سپکاوي په تور وژل شوی وو.

په پاکستان کې چې اکثريت وګړي یې مسلمانان دي، «مذهب ته سپکاوی» يوه ډېره حساسه موضوع ده. مقدساتو ته د سپکاوي کوونکو له پاره د اعدام سزا هم موجوده چې تر اوسه په هیڅ يوه قضيه کې عملي شوې نه ده.

خو حتی اسلام ته د سپکاوي ډېر کمزوری شک هم احتجاج راپارولی شي او دخلکو د وژلو باعث ګرځيدلی شي. د بشري حقونو د فعالانو په حواله له دې ډول تورونو څخه اکثراً د شخصي لانجو په ترڅ کې ناوړه ګټه هم پورته کيږي.
ب. ص/ ا.ا (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب