1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا کې سختو بارانونو ۲۵ تنه وژلي، ۱۴۵ نور ژوبل دي

۱۴۰۲ خرداد ۲۱, یکشنبه

د پاکستان په شمال لويديځ کې سختو اورښتونو کورونه نړولي او د چارواکو په خبره ۲۵ تنه ېې مړه کړي او ۱۴۵ تنه نور ټپيان کړي دي. دغه بارانونه په بنو، لکي مروت او کرک ولسواليو يا ضلعو کې شوي دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان د ۲۰۲۲م کال سیلابونه
د آرشیف انځور - د پاکستان د ۲۰۲۲م کال سیلابونهانځور: Abdul Majeed/AFP

د ژغورنې د ډلې يوه جګپوړي غړي خطير احمد وويل چې ونې هم چپه شوي او د برېښنا د لېږد برجونو ته زيان اوښتی دی. د هغه په خبره چارواکي په دې کار کوي چې ټپيانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. تېر کال هم موسمي بارانونو او نيزونو (سيلابونو) پاکستان ځپلی او له ۱۷۰۰ زيات تنه يې وژلي ول. هغه مهال له ۳۳ ميليونو زيات خلک اغېزمن او څه کم ۸ ميليونه بې کوره شول.

ورته نور ولولئ:  رپوټ: جرمني د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرسته لوړوي

د طبيعي ناورينونو د مديريت له پاره حکومت د ملي بودجې په مسوده کې چې د جمعې په ورځ وړاندې شوه، ۱،۳ مليارډه ډالره په نظر کې نيولي دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د شنبې په ورځ د بارانونو او توفان له اړخه د اوښتو تلفاتو له کبله تاسف څرګند کړ او له اړونده ادارو څخه يې وغوښتل چې د بېړنيو مرستو سرعت ډېر کړي.

ورته نور ولولئ:  ملاله يوسفزۍ له سېلاب ځپلو سره مرستي ته ورغلې

په دې ترڅ کې شريف چارواکو ته امر وکړ چې عاجل تدابير ونيسي مخکې له دې چې د بيپارجوی په نوم بړبوړکی يا ګردباد له عربي سمندر څخه د پاکستان په لور وخوځيږي. دغه »شديد او سخت« بړبوړکی چې بادونه يې په ساعت کې تر ۱۵۰ کيلومتره پورې سرعت لري، د پاکستان د جنوب په لور روان شوی دی. دغه خبره له ناورين سره د پاکستان د مديريت آژانس کړې ده.

  mns/mks/(AP)

د پاکستان د تېرکال سیلابونو په اړه زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب