خیبر ایجنسۍ کې بمي چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبهاعلان
د پاکستاني چارواکو په حواله د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي. دغه پیښه د خیبر ایجنسې د لنډیکوتل په یوه بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د خیبر ایجسنې یو تن مسئول چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه د سرویسونو یوې اډې ته څیرمه رامنځ ته شوې ده او د لومړني معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي. خو د لنډیکوتل د روغتون یو تن ډاکټر عرفان احمد، ویلي دي چې روغتون ته تر اوسه د دولسو تنو جسدونه راوړل شوي دي. تر اوسه پورې لا د دغه چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي.