1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیبر پښتونخوا؛ له خلکو د باج اخيستني پېښې ډیرې شوې

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د باج نه ورکولو په صورت کې د کورونو تر څنګ د لاسي بمونو بریدونو د خیبر پښتونخوا ایالت صنعتکاران اندیښمن کړي دي. تر سلو زیات سوداګر له دغه ایالته او هیواد څخه وتلي دي. له ۱۲۰۰ راجستر شوو فابریکو کابو ۲۵۰ بندې شوي دي.

Pakistan | Waffenmarkt in Darra Adam Khel
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د باج نه ورکولو په صورت کې د کورونو تر څنګ د لاسي بمونو بریدونو د خیبر پښتونخوا ایالت صنعتکاران اندیښمن کړي دي. تر سلو زیات سوداګر له دغه ایالته او هیواد څخه وتلي دي. له ۱۲۰۰ راجستر شوو فابریکو کابو ۲۵۰ بندې شوي دي.

تاج علي خان (مستعار نوم) له ډیرې مودې راهیسې په پيښور کې کاروبار کوي. څو ورځې دمخه د یو شمیر نورو خلکو په څیر له ده هم په یوه لیک کې د پیسو غوښتنه وشوه، چې دې چارې په اندیښنه کې واچاوه. د خپل هویت د نه ښوولو په شرط هغه دویچه ویله ته وویل چې ده ته ګواښ شوی دی که یې پولیسو یا له رسنیو سره خبرې وکړې، نو د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي: «ماته تلیفونونه د افغانستان له سیم کارتونو شوي دي او نامعلومو کسانو د کور یا دفتر د باندې ګواښونکي خطونه پریښې دي.»

نوموړی زیاتوي چې لومړنی تلیفون یې هسې ټوقه وګڼله، خو څو ورځې وروسته چې ورته بیا تلیفون وشو نو ورته وویل شول: » تا زموږ لیک ټوقه وګڼله او اوس د هغې جزا منلو ته تیار اوسه.»

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې د څه شي له پاره پېسې غوښتل کیږي، نو هغه ویل چې دوی د چندې یا مرستې له پاره پېسې غواړي خو په خبره یې دا ټولو ته معلومه ده چې دا منظمې جرمي ډلې دي او په همدې ډول پانګوال، سوداګر او صنعتکاران په نخښه کوي: «د هغوی کورونو ته څیرمه چاودنې کوي، خو د قانون پلي کوونکې ادارې د دغو خلکو په نیولو نه توانیږي.»

انځور: Faridullah Khan/DW

یوازې یو کس نه دی

تاج علي خان )مستعار نوم( د خیبر پښتونخوا یوازینی سوداګر نه دی چې د باج اخیستونکو له لوري د زیاتو پیسو ورکولو له کبله ورته تلیفون شوی دی یا خطونه وراستول شوي دي. تر دې دمخه هم د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو او په ځانګړې توګه د پېښور صنعتکارانو او سوداګرو ته ګواښونه شوي دي.

ویل کیږي چې ځینو سوداګرو چې دغه ګواښونه جدي و نه ګڼل نو زیان ورواښت، خو ځینو بیا په چوپتیا سره د ډیر شمیر پيسو په ورکولو سره خپل ځان خلاص کړی. پر دې سربیره داسې صنعتکار او سوداګر هم شته چې له پيښوره یې خپل کاروبار ټول کړی او نورو ښارونو ته کډه شوي دي.

د ډاډ ورکول

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور وایي چې »د باج اخیستونکو د نیولو له پاره کړنلاره جوړه شوې ده. پولیس د هغوی د شبکې د ماتولو له پاره ټینګ هوډ لري.« د نوموړي په خبره د خیبر پښتونخوا پولیس سوداګرو او صنعتکارانو ته د ټولو آسانتیاوو برابرولو هوډ لري.

انځور: Faridullah Khan/DW

زاهدالله شینواری: حکومت جدي نه دی

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایع خونو پخواني مشر او سوداګر زاهدالله شینواري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې »دا جرمي ډلې دي او حکومت کله هم د هغوی د له منځه وړلو له پاره جدي هڅې نه دي کړي.« د هغه په برخه پخوا د پخوانۍ قبایلي سیمو څخه خلکو ته تلیفونونه کیدل اوس له افغانستان او نورو هیوادونو څخه هم تلیفونونه کیږي او مرکزي حکومت ته په کار ده چې افغانستان ته د دې ډلو نومونه ورکړل شي او په دې هکله ورسره خبرې وشي.

د زاهدالله شینواري په خبره د صنعتکارانو د اتحادیې له لوري په دې تړاو اړونده معیاري سپارښتنې وړاندې کیږي: «موږ ته یوازې ۲۰ سلنه خلک راځي، نور بیا د څه ویلو پرته باج ورکوي او خپل کاروبارونه تړي یوه بل ښار یا کوم بل هیواد ته کډه کیږي.«

د خیبر پښتونخوا د صنعتکارانو ټولنه څه وايي؟

د خیبر پښتونخوا د صنعتکارانو د ټولنې مشر ملک عمران اسحاق وایي چې »په اوسني وضعیت کې د صنعتکارانو اندیښنې زیاتې شوي دي. حکومت دې د فابریکو خاوندانو ته خوندیتوب ورکړي، کنه اړ دي چې خپل کاروبار نورو ایالتونو ته ولیږدوي.«

د نوموړي په خبره که د صنعت څانګه لا دمخه له بحران سره مخامخ ده او که چیرې فابریکې بندي شي نو ډیر شمیر ځوانان او مسلکي کارګر به بې روزګاره شي.

د تاج علي په خبره په یوه فابریکه کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کسان کار کوي. د ناامنۍ له کبله کارخانې پر بندیدو دي او له ۱۲۰۰ زیاتو فابریکو څخه ۴۵۰ یې تړل شوي دي.

د پولیسو اقدامات

د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې د هنګو په سیمه کې یوه ډله نیولې ده. پولیس ادعا کوي چې دغې ډلې به د افغانستان له تلیفوني شمیرو څخه د باج اخیستلو له پاره خلکو ته تلیفونونه کول. د ترهګرۍ ضد پولیسو په وینا له نیول شوو کسانو سره درنه وسله او د افغانستان سیم کارتونه نیول شوي دي او پوښتنې ګرویږنې ترې کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب