داخلي مؤسسې په ژمي کي د جرمني اقتصاد د رکود سره ویني
۱۴۰۱ مهر ۵, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي، د رویټرز خبري آژانس د مطلع کسانو په حواله نن سه شنبه (د سپټمبر ۲۷ مه) معلومات حاصل کړي دي، حکومتي مشاورین انتظار لري، چي د سږکال په ژمي کي به د انرژۍ د بحران په دلیل اقتصاد د رکود خپل صعودي او لوړ حالت طی او وروسته به د سخت رکود سره مخامخ او راولویږي.
ځکه نو اقتصاد پوهانو د سږکال په سرکي خپله اقتصادي پیشبیني بیرته تغیر کړه. په خبره یې سږکال به اقتصاد فقط ۱،۴ فیصده وده وکړي او په ۲۰۲۳ م کال کي به ملي ناخالصه تولیدات ، تقریبأ ۰،۴ فیصده ته راولویږي. د انفلاسیون درجه به هم ۸،۸ فیصده ته ورسره لوړه سي.