په بريتانيا کي د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي اعلان کړی دئ تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په سوريه کي ۲۶ تنه ملکيان اعدام کړي دي. ويل سوي دي چي د «اسلامي دولت» ډلي تروريستان اوس د تاريخي ښار پالميرا پر خوا د پرمختگ په حال کي دي او دغه اعدام سوي کسان د دغه ښار د نژدې کليو اوسېدونکي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي په راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ خپور سوی دئ، راغلي دي چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د دغو کسانو له ۱۰ تنو څخه سرونه پرې کړي دي.
ويل سوي دي چي تروريستانو د دغه تاريخي ښار د کليو مشران له بشارلااسد سره په همکارۍ تورن کړي ول.
د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي مشر رامي عبدالرحمان، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگيالي اوس د پالميرا تاريخي ښار په دوه کيلومترۍ کي دي. دغه ښار په حمص ولايت کي پروت دئ او د نړۍ دغه فرهنگي ميراث اوس د ويجاړېدو له خطر سره مخامخ دئ.
عبدالرحمان ويلي دي د دغه ښار په دوو کيلومترۍ کي چي د «اسلامي دولت» د تروريستانو او اسد ځواکونو ترمنځ سخته جگړه روانه وه د تروريستانو په بريا تمامه سوې ده. هغه ويلي دي چي معلومات ئې په سيمه کي د عيني شاهدانو دي.
د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي دغه راز اعلان کړی دئ، چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د سه شنبې په ماښام پر السخنه ښار باندي يرغل کړی او د دغه ښار ډيري برخي ئې نيولي دي.
ويل سوي دي چي په دغه جنگ کي نزدې ۱۱۰ انسانان وژل سوي دي. چي په دې کي ۷۰ عسکر او ۵۵ تنه د «اسلامي دولت» تروريستان دي. السخنه ښار د پالميرا او ديرالزور ولايت تر منځ پروت دئ.
په پالميرا ښار کي اوس په زرونو هغه انسانان اوسيږي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له ويري تښتېدلي ول. د حمص ښار يوه چارواکي ويلي دي چي په پالميرا ښار کي نزدې ۱۸۰۰ کورنيو پناه اخيستې ده.
تاريخي ښار پالميرا د خپل وخت يو له مهمو فرهنگي مرکزونو څخه وو او د ملگرو ملتونو فرهنگي سازمان يونسکو هغه د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي د يوه نړيوال تاريخي ميراث په توگه ثبت کړی دئ.
انځورونه: د سوریې کلتوري میراث له ګواښ سره مخامخ دی
د سوریې کورنۍ جګړې چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې د ډیری کسانو ژوند یې اخیستی دی، ورځ تر بلې خونړۍ کیږي. په دغه جګړه کې د سوریې ارزښت لرونکي لرغونې سیمې هم ویجاړې شوې دي.
انځور: Francois Guillot/AFP/Getty Imagesپه سوریې کې د بابل، مصر، فارس، یونان او روم څلور زره کلن فرهنگي نفوذ تر سترگو کیږي. نن ورځ دغو دورو ارزښت لرونکي فرهنګي آثار د سوریې د کورنۍ جګړۍ د اوږدیدو له امله د له منځه تلو سره مخامخ دي. تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونیسکو، د سوریې د تاریخي سیمو د زیانمنیدو په اړه یو تازه رپوټ خپور کړ.
انځور: by-sa-Longbow4uد تیر کال د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو کلتورې ادارې یونیسکو، په سوریې کې هغه شپږ لرغونې سیمې په ګوته کړې چې له خطر سره مخامخ وې. په دغو سیمو کې د حلب ښار تاریخي مرکز هم شامل وو. د حلب ښار اوږد تاریخ لري. د مدیترانې سمندرګي ته څیرمه پروت دغه ښار په له میلاد څخه مخکې د ۱۹مې پیړۍ په تاریخي اسنادو کې ذکر شوی دی.
انځور: Getty Imagesیونیسکو د حلب تاریخي مرکز د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې په دې مرکز کې د دغه لرغوني بازار د شتون له کبله شامل کړی دی. دغه بازار په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی پوښلی بازار دی. بازار په ۳۵۰ هیکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی چې په کې ډیر شمیر کوڅې او په سلګونو دوکانونه جوړ دي. د حلب تاریخي بازار په ۲۰۱۲ کال کې د جګړۍ په ترڅ کې وسوځید.
انځور: AFP/Getty Imagesپه سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې تاریخي سیمې د ستراتیژیکو مرکزونو په توګه هم استعمال شوې دي. دغه کلا د سلواکیانو د امپراتورې پر مهال جوړه شوې ده چې تاریخ یې له میلاد څخه تر مخه څلورمې پیړۍ ته ورګرځي. په دغه تپه یونانیانو، رومیانو، فارسیانو او عثمانیانو هم عبادت خانې جوړې کړي دي.
انځور: picture alliance/Bildagentur Huber pixelد دمشق زوړ ښار له څلور زرو کلونو راهیسې آباد دی. دغه ښار هم یونیسکو په خپل نوملړ کې شامل کړی دی. په مصر کې د ناآرامیو له پیلیدو مخکې، دغه زوړ ښار د بازارونو، رستورانونو، کلیساګانو او جوماتونو د موجودیت له امله د سوریې له زړه راښکوونکو سیمو څخه شمیرل کیده. په دغه زوړ ښار کې د جون په میاشت کې بمي چاودنه وشوه.
انځور: REUTERSد پالمیرا، ښار هم له ګواښ سره مخامخ دی. دغه تاریخي یادګار اوس هم ولاړ دی. خو یو شمیر نورې لرغوني سیمې لا وختې د غلو له خوا لوټ شوې دي. د پالمیرا ښار د سوریې د معمارۍ له یوې نښانې څخه شمیرل کیږي.
انځور: Louai Beshara/AFP/Getty Imagesد حمص په ښار کې قلعة الحسن یا حصن الاکراد، هم د جګړې د کرښې په منځ کې پرته ده. په ۱۰۹۹ کې صلیبیان بیت المقدس ته د ورتګ په وخت کې په لومړي سر کې دغه کلا ته رسیدلي وو. د دغې کلا وضعیت اوس د اختلاف وړ دی. د سوریې د پاڅون کوونکو د وینا له مخې دغه کلا د سوریې د هوایي پوځ له لورې بمبار شوې ده. ښایي له دغې کلا څخه د سورې آزادي بخښوونکي پوځ د خپل مرکز په توګه استفاده کوله.
انځور: Fotolia/Facundoد بصرې په ښار کې د تیاتر مرکز په اړه يو وخت فکر کیده چې په نړۍ کې د رومانیې له غوره تیاترونو څخه یو دی. په ۱۲مه پیړۍ کې دغه تیاتر په عربي کلا واوښت. نن ورځ هم د موسیقۍ له نړۍ سره تړاو درلودونکي خلک د دغې کلا په ځانګړي ارزښت پوهیږي. خو د وروستیو جګړو په ترڅ کې دغه تیاتر ته د زیان رسیدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: Fotolia/wajد سوریې په شمال کې دغه کلیوال استوګنځایونه چې د شرقي روم د امپراتورۍ د وخت ډیر شمیر کورونه او یو شمیر لرغوني آثار په کې ول، د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل څخه تر مخه ښه ساتل شوي ول. له هغه وخته چې جګړه پیل شوې ده یو شمیر برخې یې تر بریدونو لاندې راغلې او ځینې نورې یې چور شوي دي.
انځور: Creative Commons/Bertramzد سوریې موزیمونه هم له خطر سره مخامخ دي. ځینې موزیمونه د جګړې په مرکزونو کې پراته دي، لکه د عدلیب موزیم. د ۲۰۱۱ کال راهیسې یو شمیر با ارزښته تاریخي آثار د دمشق او حلب ښارونو له موزیمونو څخه د سوریې مرکزي بانک ته د خوندي ساتلو په موخه انتقال شوي دي، خو زیاتره موزیمونه د لوټ کیدو له خطر سره مخامخ دي.
انځور: Daniel Leal-Olivas/AFP/Getty Imagesیونیسکو داسې کارپوهان روزلي دي چې د سوریې د کلتوري میراث د ویجاړیدو او چور کیدو مخه ونیسي. د ۲۰۱۳کال د اګست د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د یونیسکو مشرې ایرنیا بوکووا او د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخضر براهیمي د ژغورنې اقدامات معرفي کړل. کارپوهان د سوریې د غلا شوو تاریخي آثارو د مخنیوي په هڅه کې دي. هغوی ګمرکي چارواکو او سوداګرو ته د د غیر قانوني نړیوال تجارت په اړه خبرداری ورکړی دی.
انځور: Francois Guillot/AFP/Getty Images