1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د بغداد د خونړي بريد پړه ومنله

۱۳۹۹ بهمن ۳, جمعه

داسي ښکاري چي د عراق په پلازمېنه بغداد کي د تیرو درو کالو تر ټولو خونړی بريد د داعش ډلې تر سره کړی دی. يادي ډلې د دغه غبرګ ځانمرګي بريد پړه منلې ده.

Irak Baghdad Selbstmordanschlag
انځور: Murtadha Al-Sudani/AA/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۱مه) په بغداد کي دوو ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه او ۳۲ نور انسانان ووژل. دغو بريدګرو په بغداد کي په يو ډېر مصروف ځای کي چيري چي زيات انسانان موجود ول، د څو دقيقو په د داعش ډلې د تلګرام خبري کانال له لاري د دغو بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده.

په دغه بريد کي ۳۲ کسان ووژل سول. ځانمرګو د عراق په پلازمېنه کي د ګڼې ګوڼې په يوه واټ کې ځان ته چاودنه ورکړې وه چې څه باندې ۱۱۰ تنه پکې ژوبل سول.

په بغداد کي امنيتي وضعيت په تېرو کلونو کې ډېر خراب سوی دی.‌ عراق تر اوسه پوري د داعش ډلې پر ضد د جګړې د وخت له پايلو څخه کړيږي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کي يې د عراق لويې برخې ولکه کړې وې. هغه مهال هم تروريستي بريدونو دغه هېواد وار په وار لړزاوه.

يو تر ټولو سخت بريد د ۲۰۱۸ کال په جنوري کي‌ وسو، کله چي دوو بريدکوونکو د بغداد په يوه بازار کي ۳۸ تنه ووژل.

آ./ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب