1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

داعش د خوست د ځانمرګي برید مسئولیت منلی

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

د داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خوست کې د ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی. دغه ځانمرګی برید د جمعې په ورځ د افغان سرتیرو د لوا په جومات کې شوی وو او په لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

Karte Afghanistan Provinz Khost Englisch
انځور: DW

د داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خوست کې د ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی. دغه ځانمرګی برید د جمعې په ورځ د افغان سرتیرو د لوا په جومات کې شوی وو او په لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د خوست ولایت د اسماعيل خیلو په ولسوالۍ د افغان ملي اردو د ۲۰۳ نمبر لوا په جومات کې د تیرې جمعې ورځې د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

په دې برید کې د ملي اردو ۲۷ تنه سرتیري او افسران وژل شوي وو او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي ول.

د داعش جنګیالیو د «اعماق» په نوم په خپله انټرنټ پاڼه کې د خوست د ځانمرګي برید د مسئولیت د منلو ترڅنګ په افغانستان کې د لا زیاتو سختو او ویجاړونکو بریدنو د ترسره کولو ګواښ کړی دی.

په خوست کې د ملي اردو د لوا په جومات کې د جمعې ورځې تر برید یوازې درې ورځې مخکې په پلازمېنه کابل کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د میلاد د مراسمو په یوه لمانځغونډه کې برید ۵۵ تنه وژلي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب