1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

داعش د وزير اکبر خان پر جومات د حملې مسئولیت ومانه

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

داعش ډلې د وزير اکبرخان پر مسجد د حملې مسئوليت ومانه، چې په ترڅ کې يې د مسجد امام، ایاز نیازی او يو بل تن ووژل شو. د کرونايي محدوديتونو سربيره، د نيازي د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ د زرونو کسانو په ګډون سره ترسره شول .

Afghanistan Kabul Beisetzung Gelehrter Ayaz Niazi
انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

په کابل کې د وزير اکبر خان پر مسجد حمله، د سه شنبې په ماښام ترسره شوه چې په کې ۸ تنه نور هم ټپيان شول. «اسلامي دولت» یا داعش ډلې، دغې ډلې پورې اړوند ويب پاڼه کې د يو پيغام په خپرولو د دغې حملې مسئوليت پر غاړه اخیستی او اياز نيازی يې «مرتد» بللی دی. داعش ويلي دي چې نیازي د «افغانستان مرتد حکومت له پاره تبليغات کول.»

د اياز نيازي د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ ترسره شول چې د حکومتي چارواکو او سياسي څيرو په ګډون، په زرونو کسانو په کې ګډون کړی وو. د هغه د جنازې مراسم د کابل ښار په ختيځ، د فوټبال په يوه لوبغالی کې د شدیدو امنيتي تدابیرو په موجوديت کې ترسره شول. تر جنازې وروسته د نوموړي جسد په هماغه جومات کې چې دی په کې وژل شوی وو، خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په روغتون کې د مولوی ایاز نیازي جسد ته د درناوی له پاره ورغلی وو او وې وېل چې يوه ځانګړې ډله د دغې پيښې د څيړلو مسئوليت پر غاړه اخلي.

نيازي چې په اسلامي اقتصاد کې يې ماستري او بین المللي روابطو کې يې دوکتورا درلوده، د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې يې استاد او د کابل ښار په وزير اکبر خان مسجد کې امام وو.

(Af/pa (dpa, AP/ mks/pg

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب